د قوش تپې کانال او د پر ځان بسيا افغانستان هيلې…!

ابو الياس جهادول
د افغانستان اسلامي امارت د روان کال د وري په نهمه نېټه د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د قوش تپې په نوم د اوبولګونې سترکانال پرانیست چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸.۵ متره ژوروالی به ولري. دغه کانال د افغانستان له لومړۍ اوبهييزې حوزې (آمو سيند) څخه سرچينه اخلي او د جوزجان ولايت له لارې د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي،.
د اوبو دغه کانال چې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر لهخوا پرانيستل شو، د ۵۵۰ هکتاره ځمکې خړوبولو او په ثانيه کې د ۶۵۰ متر مکعبه اوبو د لېږد وړتيا به ولري. دغه ستره پروژه چې ټوليز لګښت يې۶۰ میليارده افغانۍ اټکل شوی، د افغانستان له ملي بودجې څخه تمويلېږي.
د قوش تپې کانال د رغاونې چارې چې په درېپو پړاوونو کې ترسره کېږي، لومړی پړاو يې د بلخ تر دولت آباد او پاتې برخه يې په دوو نورو پړاونو کې د فارياب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي چې ټولې تخنيکې چارې يې په خپله د افغانان انجينرانو لهخوا ډيزاين شوي دي.
دغه کانال پر آمو سيند جوړېږي چې د ۴۰۰۰ مترو په لوړوالي د پامير له غرونو سرچينه اخلي او د کابو ۱۱۲۶ کيلومټرو په اوږدوالي سره د افغانستان او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ سرحد جوړوي.
که ځه هم افغانستان يو کرنيز هېواد بلل کېږي چې کابو ۸۰ سلنه افغانان پهکې بوخت دي او د نفوس ۵۵ سلنه برخه په مستقيم او غيرمستقيم ډول د دغه سکټور له لارې د خپل ژوند چارې پر مخ بيايي.خو له بده مرغه د کافي اوبو او ځمکې نشتوالی، د کرنې نه ميکانيزه کيدل، دوامداره اوچکالۍ او د مناسب بازار نشتون هغه ننګونې دي، چې لاهم افغانستان د غلو دانو او نورو برخو کې پر صادراتو باندې تکيه لري، نو د قوش تپې کانال به په دغه سکټور کې ستر مثبت بدلون راولي.
دا چې د افغانستان د ۷.۸ ميليون هکټاره د کر وړ ځمکې څخه يوازې ۳.۳ ميليون هکټاره يې آوۍ ده او د هغې يوازې ۱.۸ ميليون هکټاره کافي اوبه لري، نو د دغه وضعيت بدلون د اوبولګونې د سترو پروژه تطبيق ته اړتيا لري. همدارنګه د قوش تپې کانال د هېواد د شمال لويديز او شمالي برخو له هغو سيمو څخه تېرېږي چې د ۲۰۰ کيلومټره اوږدوالي او ۵۰ کيلومټره سور سره ۱۰۰۰۰ کيلومټره مربع پراخې دښتې لري چې د اوبو له شديد کمښت سره مخ دي نو د دغه کانال په رغاونې سره به يې۵۵۰ زره هکتاره خړوبه شي چې دا د کرنيز سکتور په پراختيا کې د پام وړ بدلون راوستی شي.
بل دا چې افغانستان ۵۷ ميليارده مترمکعب اوبه لري خو له بده مرغه يوازې له ۲۰ سلنې څخه يې په کور دننه استفاده کېږي او پاتې نورې يې د اوبو لګونې د کافي مديريت نشتوالي له امله ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي. همدارنګه آمو سيند چې د هېواد له مهمو اوبهييزو حوزو څخه ګڼل کېږي چې په يوه ثانیه کې ۲۰۰۰ متر مکعبه اوبه لېږدوي نو د قوش تپې کانال رغاونه چې په ثانیه کې د ۶۵۰ متر مکعبه اوبو د لېږد وړتيا لري، د ياده اوبهييزې حوزه مديريت کې رغانده ګام بلل کېږي
همدارنګه د قوش تپې کانال لومړنۍ ستره پروژه ده چې تخنيکي چارې يې د افغان انجينرانو لهخوا ډيزاين شوي، له ملي بودجې څخه تمويلېږي او د کرنې، ابو لګونې او مالدارۍ وزارت په مديريت تطبيقېږي چې په يوه وخت کې کابو ۲۰۰ زرو افغانانو ته په لنډمهاله توګه او په زرهاوو نورو ته د دايمي کار زمينه برابرولی شي. دا چې اوسمهال مو ډېری هېوادوال له وزګارتيا څخه کړېږي نو دغه پروژه د کارموندنې او وزګارتيا کچې راکمولو کې يو مهم پرمختګ ګڼلی شو.
له دې سربېره، آمو سيند چې د کندز، بلخ، فارياب او جوزجان ولايتونو څخه تېرېږي ، نه يوازې دا چې له اوبو څخه يې مناسبه استفاده نهکېږي، بلکې د منځنۍ آسيا هېوادونو له لورې د سيند غاړې تحکيماتو له امله په افغانستان کې د زياتې ځمکې د تخريب لامل شوی دی او هر کال په سلهاوو هکتاره کرنيزه ځمکه تخريبوي چې د کانال په فعاليدو سره به د دغو اوبو ډېره برخه مديريت او د تخريب وړتيا به يې راکمه شي.
دا چې افغانستان یو کرنيز هېواد دی خو له بده مرغه د تېرو حکومتونو لهخوا چې ټوله تکيه يې پر بهرنيو مرستو وه، د دغه سکټور پراختيا ته هيڅ پام نه دی شوی، دا چې اسلامي امارت چې پرځان بسيا افغانستان له پاره مټې رانغښتي، د دا وړ ملي پروژو تطبيق به ډېر ژر دغه هېواد د بهرنيو مرستو له احتياج څخه خاص او پر خپلو پښو ودروي.