پکتیا: تیرو ۳میاشتو کې تر یو میلیارد افغانیو زیات عواید راټول شوي

عزم: ۱۴۰۱/۱/۲۲د پکتیا ولایت د مستوفیت ریاست وایي، توانیدلي، څو د تیرو دریو میاشتو په ترڅ کې سلګونه میلیونه عواید د دولت خزانې ته جمعه کړي.
د پکتیا مستوفي مولوي احمدالله د باختر خبري اژانس ته وویل، چې د یادو عوایدو ډیره برخه له ګمرکي محصول څخه وضعه شوې او پاتې نور یې د بیلابیلو مالیاتو له لارې راټول شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې، د جدي “مرغومي” میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د حمل “وري” تر میاشتې پورې، په ټوله کې د پکتیا د ګمرک ریاست لخوا څخه شاوخوا «۱۱۶۳۰۵۵۵۴۱» افغانۍ راټولې شوې؛ چې د مستوفیت لخوا څخه بیا د راټولو شویو عوایدو کچه «۹۷۱۷۹۶۱۰» افغانیو ته رسیږي.

د پکتیا مستوفي وایي چې په ټوله کې د تیرو ۳ میاشتو په ترڅ کې د راټولو شویو عوایدو کچه، شاوخوا «۱۲۶۰۲۳۵۱۵۱» افغانیو ته رسیږي؛ چې د تیرو کلونو په نسبت څو برابره لوړوالی ښیي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: