پکتیا: د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې برخه کې د مختلفو پروژو کار پیل شو

عزم ۱۴۰۱/۱/۲۳: د پکتیا د کلیو پراختیا ریاست چارواکي وایي، چې غواړي په مرکز او ولسوالیو کې د اوبو رسونې او روغتیا برخه کې مختلفې حیاتي پروژې پیل کړي.

دوی وایي، دغه پروژې د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د UN OCHA په مالي همکاري د ژغورنې نړېوالې کمېټې (IRC) لۀ لوري د مرکز ګردیز سربېره په احمد ابا، څمکني او زرمت ولسوالیو کې پلې کیږي.
د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سرپرست مولوي میرزاحان صادق عزم ته وویل چې په دې پروژه کې د اوبو رسونې د 40 نویو څاګانو وهل، 5 شبکو او 60 څاګانو بیارغونه او دغه راز د روغتیا ساتنې په برخه کې د 1275 روغتیایي بستو توزیع شامله ده.

صادق په ښه کیفیت سره د پروژو د تطبیق ډاډ ورکوي او زیاته یې کړه چې ددې پروژو په تطبیق سره به ځایي سیمو کې د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال پکتیا کې زیات شمېر سیمې د اوبو د کمښت لۀ امله د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي او د څښاک پاکو اوبو ته په بشپړ ډول نه لاس رسي د خلکو ژوند سخت کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: