دیپلومات خپرونه: نړیوالو له افغانانو سره ناځواني کړې

دیپلومات انګلیسي خپرونې په نوې ګڼې کې د هغې افغان میرمنې په اړه لیکل شوې مقاله راخیستې، چې ملګرو ملتونو او نړیوالو رسنیو سره یې د بشري حقونو په تړاو ډیر راپورونو جوړولو کې مرسته کړې وه؛ خو ژوند یې د اروپا په اوبو کې پای ته روسېده.
د مقالې لیکوال فیلیپ سماکر لیکي: په اوبو کې د افغان مېرمنې ډوبېدل له یو ملت سره شوې ناځواني په ډاګه کوي.
دی زیاتوي: ۴۲ کلنه افغان خبریاله تور پېکۍ امرخیل له شاوخوا ۶۰ کسانو سره یوځای ساه ورکړه او دا له هغو ۲۰۰ سوریايي او افغان پناه غوښتونکو وه چې له ترکیې نه د اروپايي هېوادونو په خوا روان شوي وو.
د سماکر په خبره: د تورپېکۍ مړینه د یوې ناځوانۍ داستان بیانوي، چې څنګه یوې خبریالې په سختو شرایطو کې له دوی سره د راپورونو په جوړولو کې مرسته وکړه خو کله چې هغې وغوښتل هوسا ژوند ولري؛ دوی ترې مخ و ګرځاوو.
په ورته وخت کې لیکوال نیوکه کوي، چې ولې نړیوال له افغانانو سره ناځواني کوي او هغوی په وحشي لارو کې یوازې پریږدي؟
بل لور ته دیپلومات لیکي چې: د ایټالیا په بوږنونکې پېښه کې ګڼ شمېر افغانان مړه شوي او لا هم د تورپېکۍ د ورور یوه لمسۍ نادرکه ده.
باید وویل شي چې ډیری هغه افغانان اوس له اروپايي او امریکايي حکومتونو ګیلې کوي چې د تېر رژیم پر مهال یې هغوی سره همکاري کړې.
دوی وایي چې نړیوالو په نیمه لار کې یک تنها پرېښودل.
بل لور ته افغان حکومت او مشرانو یې هر ځل په تلونکو او بهر میشتو هېوادوالو غږ کړی چې افغانستان ته را وګرځي، ځکه دا یې خپل ګډ کور دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button