د روژې په ۱۷مه رامنځته شوې، د اسلامي تاریخ مهمې پیښې

لیکنه او راټولونه: حمادافغان شیرزاد

د ۲هـ کال د روژې په ۱۷مه د اسلام لومړنۍ معرکه “بدر” رامنځته شوه، بدر ته د فرقان غزوه هم ویلی شي او دا غروه د محمد عربي صلی الله علیه وسلم په مشرۍ ترسره شوه، چې د قریشو کافرانو پکې سخته ماتې وخوړه، د زیاتو مشرانو په ګډون یې ۷۰ تنه قتل او ۷۰ تنه نور یې اسیران شول، په دې معرکه کې ۱۴ صحابۀ کرام هم شهیدان شول.

د ۲هـ کال د روژې په ۱۷مه د محمد عربي صلی الله علیه وسلم لور مبارکه “رقیة” چې د خدیجه رض لور او د عثمان رض بي بي وه، وفات شوه، همدا لامل و، چې عثمان رض د بدر له غرا د رسول الله ص په مشوره پاتې شو.

د ځینو روایاتو پر بناء د ۵۸هـ کال د روژې په ۱۷مه ام المؤمنین عائشه صدیقة رض وفات شوه، د وتر اداء کولو وروسته ابوهریرة رض یې جنازه وکړه او جنت البقیع کې خاورو ته ورسپارل شوه.

د ۴۰هـ کال د روژې په ۱۷مه یوه بده پيښه دا رامنځته شوه، چې د خوارجو درې کسانو په یو ورځ د وخت په مشهورو درې صحابۀ کرامو ( علي رض، معاویة رض او عمرو بن العاص رض) باندې د سهار د لمانځه پر وخت برید وکړ. په علي رض باندې عبدالرحمن ابن ملجم خارجي برید وکړ، چې علي بن طالب رض پکې شهید شو. “د دې په اړه ځانګړې لیکنه هم نن نشره شوې.”

د ۲۲۳هـ کال د روژې په ۱۷مه د عباسي خلافت لښکر د خپل خلیفه المعتصم بالله العباسي په مشرۍ، د عموریة تاریخي معرکه کې فتحه په خپل نوم او د رومي دولت بازنطیني لښکرو سخته ماتې وخوړه. د دې جګړې سبب د بازنطیني لښکرو په بیلا بیلو سیمو بریدونه او د یوې عربي مسلمانې ښځې “شارط العلویة” اود بې عفته او ځینو نورو د بندي کولو له امله و.

د ۲۵۶هـ کال د روژې په ۱۷مه د عباسي خلافت پر وړاندې د خوارجو قیام کونکي او پاڅون کونکي د عراق اهواز ته ننوتل او تقریبا د ۲۷۰هـ کال پورې دوی بغداد کې عباسي خلافت ته سردردی جوړ شو او زیاتې سیمې یې ونیولې او په همدغه کال د دوی قیام د دوی د مشر ” علي بن محمد بن احمد” (چې فارسي النسل و او ځان یې علي رض ته منسوبولو) په وژل کیدو پای ته ورسید.

د ۴۹۰هـ کال د روژې په ۱۷مه شام یو ځل بیا د فاطمیانو تر تسلط او تابعیت لاندې راغلو.

د ۱۲۴هـ کال د روژې په ۱۷مه د وخت مشهور جلیل القدر تابعي، محدث او فقیه عالم، چې سند کې ډېر مشهور و “محمد بن مسلم ابن شهاب الزهري القرشي أبو بكر المدني” چې په ابن شهاب الزهري سره ډېر یادیږي وفات شو. د نوموړي شمار د محدثینو او رواتو په څلورمه طبقه کې شوی د اهل مدینې. رحمه الله.

د ۱۳۰هـ کال د روژې په ۱۷مه د وخت مشهور جلیل القدر تابعي، فقیه او محدث عالم، هغه چې سفیان ثوري به ورته امیرالمؤمنین فی الحدیث ویلی، “عبد الله بن ذكوان أبو عبد الرحمن المدني، چې په أبو الزناد سره مشهور و، وفات شو، نوموړی د کبارو صحابۀ کرامو او تاربعینو نه روایت کړی.

د ۷۱۰هـ کال د روژې په ۱۷مه د فلسفې، ریاضي طب او فیزیک ستر عالم علامه قطب الدین محمود شیرازي ” چې په ابو الثناء شیرازي او قطب الدین شیرازي باندې مشهور و، وفات شو. نوموړي د طب علم د خپل والد او بیا فلسفه، فلکیات، ریاضي او نور علوم د مختلفو او مشهورو علماؤ نه زده کړل، چې ابوبکر الطوسي هم پکې شامل دی، نوموړي په سیاست او قضاء کې هم دیپلومه وکړه او فارس کې یې څه وخت لپاره قضاء هم وکړه او وروسته بیا مصر ته د سلطان قلاوون لخوا وغوښتل شو …. رحمه الله.

یادونه: دا لړۍ دوام لري، له موږ سره اوسئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: