له ۲۰۳ منصوري قول څخه د اردو سلګونه تنه سرتیري له پوځي زدکړو فارغ شول

عزم: ۱۴۰۱/ثور/۲

نن د پکتیا د ۲۰۳ منصوري قول اردو له پوځي روزنتون څخه شاوخوا ۵۸۰ تنه سرتیري له مسلکي نظامي زدکړو څخه فارغ شول.
مسؤلین وایي چې تازه فارغ شویو سرتیرو د نظامي، فکري او عقيدوي روزنې ترڅنګ د (DC) توپ، (SPG9) , بیلابیل ډول هاوانونو، دهشکو، راکټونو ، هر ډول درنو او سپکو وسلو او وسایطو په څانګو کې له تجربه لرونکو او مسلکي اوستادانو څخه زد کړې ترلاسه کړي دي.
فارغو شویو سرتیرو د قول اردو د رهبرۍ په شتون کې د عمل په ډګر کې د بیلابیل ډول درنو او سپکو وسلو په استعمال اوځانګړي پوځي تمريناتو په ترسره کولو سره خپلې وړتياوې وښودلې.

د قول اردو قوماندان د فارغ شویو سرتیرو وړتیاوو ته په کتو د روزنیز مرکز له مسؤلینو او اوستادانو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ یو زیات شمیر مسلکي سرتیري او مسؤلین په ستاينليکونو او نقدي مکافاتو ونازول او د خپل هیواد او ولسونوڅخه د دفاع لپاره یې د دوۍ فراغت یوه لويه لاسته راوړنه وبلله.
تازه فارغ شویو سرتیرو هم ژمنه وکړه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په هر ډول حالاتو کې د خپل هیواد او ولسونو څخه ساتنې ته پوره چمتووالی لري.
دا څلورم ځل دی، چې منصوري قول اردو په لویه کچه سرتیري له نظامي زدکړو څخه فارغوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: