پکتیا: د اطلاعاتو فرهنګ ریاست تر چتر لاندې؛ د حسن قرائت سیالي ترسره شوه

عزم: ۱۴۰۱/غویي/۳:
د پکتیا د اطلاعاتو فرهنګ ریاست تر چتر لاندې دغه سیالي چې د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ په پکتیا کې د نن ایف ایم راډیو له لوري او د حج او اوقافو ریاست په همکاري، په لاره اچول شوي وه، چې پرون د جمعې په ورځ یې پای غونډه ترسره شوه.
په یاده سیالي کې د مرکز ګردیز په ګډون د پکتیا ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه، لسګونو قاریانو ګډون کړی و، چې څلور ورځې یې دوام وکړ، او پای مراسم یې نن د پکتیا ولایت مرکز اړوند عیدګاه مسجد کې ترسره شول.
په دغه مراسمو کې د پکتیا ولایت مرستیال والي عزیز الرحمن منصور ، د حج اوقاف استازي، د اطلاعات او کلتور رئیس خالق یار احمدزي او ژورنالېستانو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.
دغه غونډې ته د پکتیا ولایت مرستیال والي عزیز الرحمن منصور وویل، “خوښ یم چې دغه ډول سیالي په لاره اچول شوي، دغه ډول سیالۍ کولی شي چې د مدرسو قاریانو صاحبانو سره د دوي په تشویق کې ګټورې تمامې شي.”
د دغه ترڅنګ د پکتیا ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس خالق یار احمدزي وویل، “مونږ د نن راډیو له ادارې زیاته مننه کوو، چې دوي په لومړي ځل د قاریانو د لا هڅونې په موخه دغه ډول سیالي په پکتیا ولایت کې جوړه کړي وه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه وروستیو کې په پکتیا کې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دی، نو مونږ به هڅه وکړو ترڅو په پکتیا کې رسنۍ له فلج وساتو، او د دغه ترڅنګ مونږ به په راتلونکي کې د مکتبونو ترمنځ د نبي سیرت او یا حسن قرائت سیالۍ جوړیدل په نظر کې لرو، چې انشاءالله ژر به جوړې شي.”
د قرانکریم ښکلي ویلو سیالي چې د نن راډیو له لوري په لاره اچول شوي وه، لسو غوره ګډونوالو ته مختلفې لويې تحفې ورکړل شوې، او پاتې نورو ته یې هم یو شمېر ډالۍ د یادې راډیو ادارې له لوري ورکړل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: