چا ویل چې مړ دی؟! / قاري عبدالستار سعيد

( د لوی ملا صاحب د وفات د اعلان په ورځ لیکل شوی شعر)

چا ویل چې مړ دی (عمر) مړ نه دی ژوندی دی
مات یي د ژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی
ورشئ د پامیر له هسکوڅوکو ځنې وپوښتئ
ورشئ د کوکچې له سویو کوکو ځنې وپوښتئ
ورشئ د سیستان له خړو خاورو یې تپوس وکړئ
ورشئ د سپین غر له سپینو واورو یې تپوس وکړئ
ورشئ د مرغاب او د هلمند څپوته غوږ کیږدئ
ورشئ د امو او د ارغند څپو ته غوږ کیږئ
چیغې وهي مړ نه دی ملا عمر ژوندی دی
مات یي د ژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی
دادی د غزا او دتکبیر چیغې یي اورو
شړک یي د کمان او هم د تیر چیغي یي اورو
شور دی هلهله ده، د غزا اسپې ششنیږي
چیغې د (امیرنا عمر )دي چې لوړیږي
غرونه غریو نیولي او جلګې له مستۍ ناڅي
څاڅکي د رحمت د شنه اسمان له تندي څاڅي
شوی د بوجهل د بچو خلاف پاڅون دی
کړی عمریانو په صلیب باندې شبخون دی
بیا د یرموک ورځ ده او د روم په سر ګوزار دی
بیا د وخت قیصر له عمریانو په چغار دی
تور صلیب راولوېد په ملا مات او مخ یي تور شو
بیا د یوه عمر مخکې یو بل قیصر نسکور شو
بیا یوه عمر د (عمریت) لاره تجدید کړه
پورته یي لوا له خراسانه د توحید کړه
ویښه یي نړۍ له درانه خوبه د غفلت کړه
پورته یي نعره د سپین قرآن د حاکمیت کړه
نور نو ټول امت او ټول اولس عمر عمر دی
نلرو بوجهل هر یو کس عمر عمر دی
هر کور عمرځای او هر سنګر عمر عمر دی
جوړ چې ترې مورچل دی هر کمر عمر عمر دی
پام ساته صلیبه ! عمر مړ نه دی ژوندی دی
مات یي دژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی
۲۰۱۵/۷/۲۹ میلادي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: