پکتیا کې د نري رنځ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

عزم: یکشنبه / ۱۴۰۱ /۲/ ۴ پکتیا ولایت کې د عامې روغتیا ریاست لخوا په حوزوي روغتون کې د نري رنځ نړیواله ورځ چې د اپریل له څلورویشتمې سره برابره ده، ولمانځل شوه.
دغه غونډه د عامې روغتیا ریاست لخوا د یاد ولایت حوزوي روغتون په تالار کې جوړه شوې وه ، د ګڼو ادراو رئیسانو، صحي پرسونل، علماؤ او مشرانو پکې ګډون کړی و.
د حوزوي روغتون مسؤلینو د نري رنځ د رامېنځته کېدو په لاملونو، تاوانونو او د مخنیوی په لارو چارو یناوې وکړې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر صدرالدین عزام په خپله وینا کې وویل: چې مونږه د نري رنځ په تشخیص کې تر دې دمه کامیابه یوو، موږ هڅه کوو چې د نري رنځ مخنیوي مخه ونیسو.
نوموړي د حوزوي روغتون له مسؤلینو مننه وکړه او تر څنګ یې د حمایت ډاډ ورکړ.

پکتیا ولایتي مسؤل ډاکټر هاشم ځدراڼ د نری رنځ په نښو، د مخنیوي لپاره په ممکنو لارو ګډونوالو ته وینا وکړه او په عامه پوهاوي یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: په پکتیا کې څوارلس مراکز په دې برخه کې کار کوي او د څلورو نورو مراکزو پلان هم لرو، چې په نږدې وخت کې به یې جوړ کړو.

د اډا موسسې رئیس ډاکټر خان اغا میاخیل د نري رنځ لپاره په راتلونکو پلانونو، نوره اسانتیا برابرول مسولینو ته وینا وکړه، نوموړي رئیس زیاته کړه: چ پې کتیا په دې برخه کې کامیابه ده او مونږ نور هم کوشش کوو، چې لا خدمات ګړندي کړو.

دامهال په پکتیا کې څوارلس مراکز په دې برخه کې فعالیت کوي، خو حوزوي روغتون کې ددې ناروغۍ ځانګړې څانګه له نیمګړتیاوو سره مخ ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: