پکتیا: په پاخه او اساسي ډول د ګردیز ښار د ځینو داخلي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

عزم: دوشنبه ۱۴۰۱/غویي ۵
ګردېز ښاروالۍ له خپلې بودیجې د ګردېز ښار ماسټر پلان له مخې، د نویو سړکونو ( سبزي منډوي او ارجالخېلو) سړکونو په پاخه او اساسي ډول جوړولو د پروژې چارې پیل کړې.
د پروژې په پرانیستو مراسمو کې پکتیا والي ښاغلی مولوي محمدعلي جان” احمد” ، ګردېز ښاروال مولوي شریف الله “الهام”، پوهنې ریس، حج اوقافو ریس، ولایت مقام دفتر ریس، لمړی امنیتي حوزې آمر، ښار اصنافو نماینده ګانو، قومي مشرانو، ژورنالیستانو او د ولایت یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون کړی وو.
ګردېز ښاروال ښاغلي مولوي شریف الله “الهام” په خپلو خبرو کې وویل؛ چې یاده پروژه خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ګردېز ښار پراختیا په موخه پیل شوې، د هغه په خبره چې یاد سړک (۴۲۰) متره اوږدوالۍ او (۱۵) متره پلنوالی لري، چې چارې یې د قدوس خېل ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په اساسي ډول تر سره کیږي؛ نوموړي وویل چې په یاده پروژه (۱۰۷۹۴۶۰۰) لس میلیونه اووه سوه څلور نوي زره شپږ سوه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په خورا ښه کیفیت او اساسي ډول تر سره شي.
د پکتیا والي ښاغلي مولوي محمدعلي جان (احمد) د خبرو په مهال وویل، ا.ا.ا خلکو ته د کاري زمینې د برابرولو په موخه پلان لري، چې هیوادوالو ته په هره برخه کې خورا اغېزمنې چارې تر سره او ښاري خدامات پیاوړي کړي، چې په نږدې ورځو کې به ورته نور ګامونه هم تر سره شي.
د قدوس خېل ساختماني او سړک جوړونې شرکت مشر انجینر محمدالله “قدوسي” ډاډ ورکوي، چې د یادو سړکونو په پاخه او اساسي ډول جوړولو چارې به په خورا ښه کیفیت سره تر سره کړي.
د یادولو وړ ده، چې پدې سره به د ښاریانو لپاره د ښاري خدماتو وړاندې کولو په برخه کې سهولت رامنځته او ښار پرمختیا او پراختیا تر څنګ به ور سره د ښار بڼه بدله او هم پاک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: