پکتیا: د اختر په لومړۍ ورځ؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو د وَلوَر د کمیدو پریکړه وشوه

(عزم: یکشنبه ۱۴۰۱/غویي/۱۱) نن د کوچني اختر په لومړۍ ورځ، د پکتیا ولایت اړوند څمکنیو ولسوالۍ د ولسوال “قاري عزت الله مخلص” په مشرۍ د یادې ولسوالۍ د بیلابیلو قومونو مشرانو او استازو ، د کمکي اختر د لمانځه په مراسموکې د نجونو د ولور او ملاماتوونکو رواجونو د مخنیوي په تړاو یوشمېر پرېکړې ابلاغ کړې.

دابلاغ شویو پرېکړو له مخې د جینۍ/پېغلې ولور ۵۰۰زره افغانۍ، د کونډې ولور، ۳۰۰ زره افغانۍ او پر بنې/ دوه یم واده په هغه صورت کې چې د سړي لومړۍ ښځه هم ژوندۍ وي، ۶۰۰زره افغانۍ ولورټاکل شوی.
دغه راز، د یاد پریکړه لیک پر اساس، د تره او ماما د کبا په نوم د هلک له کورنۍ څخه د پیسو اخیستلو په شمول ځینې نور رواجونه منع شول.
له شویو پرېکړو څخه سرغړوونکی ۶۰۰زره افغانۍ نغدي جریمه کیږي.
د پریکړه لیک له مخې، که کوم ځوان پر کومه جلۍ ( غږ /ډزې ) وکړې، د شوې پرېکړې له مخې به هلک په محکمه کې پر خپل کړي عمل پښیماني ښيي او ترڅنګ به یې 50 لکه افغانۍ جریمه کیږي.

ویل کیږي چې، په یاده ولسوالۍ کې پخوا د ولور کچه له یو میلیون څخه بیا تر دوه میلیونه افغانیو پورې رسیدله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: