پکتیا: اختریزو ورځو کې، په ورځنۍ توګه، زرګونه کسان د اریوب ځاځیو له سیاحتي سیمو لیدنه کوي

(عزم: ۱۴۰۱/غویي/۱۳ سه شنبه)

د پکتیا د ځاځي آریوب ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، اختریزو ورځو کې په ورځنۍ توګه، په لسګونو زره کسان د یادې ولسوالۍ له سپینې شګې، ګوي، منډیر او نورو سیاحتي سیمو لیدنه کوي.
دوی وایي، دا کسان نه یواځې له پکتیا نه، بلکې د هیواد له پلازمینې، شمالي، ختیځو او جنوبي ولایتونو هم راځي.
د سیمې یو تن اوسیدونکي جاوید احمد عزم ته وویل: ددوی د مالوماتو له مخې، اختریزو ورځو کې هره ورځ له ۳ تر ۵ زره موټرې د یادې ولسوالۍ له سیاحتي سیمو لیدنه کوي او هلته خپلې میلې او خوښي ترسره کوي.
نوموړی زیاتوي چې دا مهال هلته د خلکو لخوا موقتې هټۍ جوړې او خلکو ته ښه سهولتونه ایجاد شوي دي.
زمونږ خبریال له سیمې راپور ورکوي، چې اوس هلته راغلي کسان دودیزې لوبې، اتڼونه او نورې تفریهي چارې په بې غمي ترسره کوي او د هیڅ کومې ویرې او خطر احساس نه کوي.
نوموړی زیاتوي چې اوس هلته د مراجعینو شمیره تر پخوا څو برابره لوړه شوې او د خلکو لیوالتیا تر پخوا زیاته ده.
خلک د داسې سیمو د پراختیا او بډاینې د غوښتنې ترڅنګ، وایي چې: باید په ځانګړې توګه د اریوب ځاځیو سیاحتي سیمو ته د دولت لخوا ځانګړې پاملرنه وشي او ورغلې لارې یې په ښه او اساسي بڼه ورغول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: