د يوکراین په قضیه کې د چین پالیسي!

عبدالحی قانت
د یوکراین په قضیه کې د چین پالیسي ډېره جالبه ده، له دوی باید زده شي.
کال ۲۰۰۸م کې چې کله ناټو اعلان وکړ چې دوی تیاد دي د یوکراین او جورجیا غړیتوب ومني‌، له هماغه وخت راهیسي د ناټو د غځونې په اړه د روسیې په څېر چین هم د دې کار مخالفت کاوه. دا مخالفت دې لپاره ؤ چې د ناټو غځونه اصلا د چین او د روسیې د مخنیوي پالیسي ده.
هغه مهال داسې ښکارېدله چې چین او روسیه د ناټو د غځونې په اړه یو موقف لري او ښايي په هر ځای کې چې وي‌ د امریکا د دې کار ټینګ مخالفت وکړي.‌
دا منطقي‌ هم برېښي چې که یوکراین د ناټو غړی شوی وای، نه دا چې یواځې روسیې ته خطر ، بلکې د چین پر وړاندې هم یو لوی چېلېنج ؤ. چین داسې ښکارېده چې په دې به فکر کوي‌ چې که چېرته د امریکا او روسیې په یوکراین کې ټکر راغی، چین به یې بسپنې ته ورځي، تر څو امریکا پرېنږدي چې ناټو د روسیې پولو ته ورسوي.
په کال ۲۰۲۱م کې چې هم کله د یوکراین د غړیتوب کیسه توده شوه، چین یې ډېر په جرأت مخالفت کاوه.
کله چې جګړه پیل شوه، له هماغې ورځې د یوکراین د معضلې په اړه د چین لخوا ډېر محافظه کار سیاست خپل شوی.‌
د چین په برخه کې دا محافظه کار سیاست ډېر په دقت اختیار شوی. چین نه غوښتل چې یوکراین دې د ناټو برخه شي خو په عین حال کې نه غواړي چې روسیه هم قوي شي‌ او یوکراین د روسیې د تأثیر لاندې وي.‌ د دې له ټولو لوی هدف دا دی چې که چېرته روسیه قوي شي،‌ آینده کې چین ته لوی خطر پیښولی شي. چین غواړي‌ روسیه، هند او جاپان په سیمه کې کمزوري وساتي. چین هېڅکله په دې خوښ نه دی چې روسیه په آینده کې هند سره یو ځای د چین مخالفت ته ودرېږي. دا مهال د چین پر خلاف امریکا د هند او جاپان بسپنه کوي خو چینایي ستراتیژستان په دې فکر دي‌ چې راروانې لسیزه کې به امریکا په اقتصادي لحاظ داسې حال سره مخ کېږي چې نور به یې د هند او جاپان بسپنه له وسې نه وي پوره دوی بیا هغه وخت کولی شي د دوی په وړاندې قوي‌ څرګند شي.‌
چین دا مهال په دې فکر ده چې په یوکراین کې د روسیې او امریکا روان ګرکېچ اوږد شي. دا کار چین لپاره آینده کې په نړیوال نظم د حاکمیت اسانه لاره پیدا کوي.‌
د دې تر څنګ چین دا هم نه غواړي‌ چې روسیې سره بیخي‌ اړیکې له لاسه ورکړي.‌ دوی له روسیې خپل صادرات کوي،‌ وسلې یې اخلي‌ او تجارت قوي‌ ساتي‌. په عین حال کې د تبلیغاتو تر حده روسیې سره د امریکا په وړاندې کومک هم کوي.‌
چین په عین حال کې غواړي‌ چې روسیه د اقتصادي بندیزونو له امله کمزورې شي تر څو دوی ته آسانه شي‌ چې په آینده کې پر جورجیا، بلاروس او د مرکزي آسیا په هیوادونو کې د روسیې ځای خپل کړي.
چین دا ټول کار د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په بنیاد کوي.‌ نړیوال نظم کې سیاست دغسې کېږي. هغه هیوادونه د نړیوال نظم په اډانه کې کامیاب سیاست کولای شي چې لرلید یې واضح او اهداف یې روښانه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: