حقاني: جنوب ختیځ زون کې به د شخړو د هواري لپاره ولایتي کمیټې ایجاد شي

عزم: (۱۴۰۱/غویي/۱۷ شنبه) د کورنیوچارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي چې په پام کې لري، څو د جنوب ختیځ زون په درې ولایتونو “پکتیا، بکتیکا او خوست” ولایتونو کې د قومي تربګنیو، بدیو او د تاوتریخوالي د نورو قضیو د مخنیوي او حل وفصل لپاره، د ولایتي چارواکو په مشرۍ کمیټې ایجاد کړي.
نوموړي داخبرې هغې سترې جرګې ته وکړې، چې د نوموړي د شخصي قومي مشکل د حل په پار رابلل شوې وه.
حقاني وویل: اسلامي امارت خپل سر سخت مخالفین د یوې شرعي عفوې له مخې وبښل، نو پکار ده، چې قومونه هم دا جسارت وکړي او خپل د کلي، ولس او قوم مخالفینو سره شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

باید وویل شي چې، نن د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ اړوند د سوریخلو سیمه کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د هغې قومي بدۍ /شخړې ته د پای ټکی کیښوودل شو، چې لسیزې وړاندې د جهادي رهبر مرحوم جلال الدین حقاني د کورنۍ او د سوري خیلو قوم ترمنځ رامنځته شوې وه.

د سیمې خلک وایي: نږدې ۷۰ کاله وړاندې د مرحوم حقاني صاحب لخوا د سوريخیلو قوم اړوند د شیرخان کورنۍ د “میرزک” په نامه یو تن سهواً وژل شوی وه، خو له هڅو سره سره، په تیرو کلونو کې ورته کومه حل لاره ونه موندل شوه، چې نن یې د حل لپاره یوې سترې قومي جرګې ملا راوتړله.
په دغه جرګه کې د خوست، پکتیا او پکتیکا والیانو، جهادي قوماندانانو، د مختلفو اداراتو رئیسانو او قومي مخورو ګډون درلوده..
د مرحوم جلال الدین حقاني زوی او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر “خلیفه صاحب سراج الدین حقاني” له یادې کورنۍ څخه د عفوې غوښتنې ترڅنګ وویل چې نور باید د قومي شخړو د هواري لپاره، د هیواد په کچه ملا را وتړو او په ټول هیواد کې یې د بیخکنۍ لپاره هڅې وکړو.
قومي مخورو د حقاني د کورنۍ دا جسارت، چې یادې کورنۍ ته یې د ګڼو ولایتونو استازي په ننواتې ور وستلي وه، وستایه او غوښتنه یې وکړه چې باید د بښنې دوود په عامه کچه پلی شي.
د مقتول د کورنۍ او سوریخیلو د قوم په استازیتوب قاري حسام الدین وویل چې تیر جهادي بهیر کې یې د حقاني کورنۍ ته له خپله لوري بشپړ ډاډ ورکړی وه او کورنۍ یې هم د اشغالګرو پر وړاندې، په تیر جهادي بهیر کې له ښاغلي حقاني صاحب سره اوګه په اوګه یوځای مبارزه مخته وړې ده.

نوموړي زیاته کړه، دوی ته د حقاني صاحب د کورنۍ لخوا ګڼې ننواتې ورغلې، خو د خپل قومي مشکل له امله یې نه شوای منلی؛ اوس چې یې د قوم ټولو اقشارو توافق په روغه جوړه راغی، نو دوی ته عامه بښنه کوي.

په پای کې د حقاني کورنۍ له لوري، انس حقاني، خلیفه صاحب سراج الدین حقاني او ابراهیم حقاني د مقتول له کورنۍ مننه وکړه چې دوی ته یې بښنه وکړه او ډاډ یې ور کړ، چې دوی به د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په کچه یو ټیم جوړوي، څو یې په مټ د قومي ستونزو حل ته لار هواره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: