د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اصلي معنا څه ده؟

لیکنه: امین الله احساس
له هغه مهاله چې په اسلامي امت کې د اسلام او اسلامي ارزښتونو د پلي کولو پر ځای پردي ارزښتونه لکه د کمونېزم ارزښتونه، د وطنپالنې او قومیت ارزښتونه او د ډیموکراسۍ ارزښتونه ترویج شوي دي. همدارنګه له هغه مهاله چې دغه افکار او ارزښتونه د حکومتونو په چوکاټ کې له کابو یوې پيړۍ زیات وخت راهیسي پلي کېږي، نو ورسره جوخت اسلامي ارزښتونه په اسلامي خاورو کې پیکه شول او حتا نوې او عجیبې معناوې یې پیدا کړلې، په داسې حال کې چې دا ډول معناوې د اسلامي امت په تېر تاریخ کې نه وې. له دغو اصطلاحاتو څخه یوه هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اصطلاح ده.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر اصطلاح په اسلامي نصوصو کې خورا زیاته راغلې ده. که موږ په دغې اصطلاح پسې د قران پاڼې او د احادیثو کتابونه واړوو، نو په خورا په ډېرو زیاتو ځایونو کې دا اصطلاح پیدا کولی شو. همدارنګه د امت پخوانیو علماو په دې اصطلاح باندې بحثونه کړي دي او اصلي معنا یې خورا ښه واضح کړې ده. مګر دا اصطلاح او اصلي معنا یې هغه مهال پیکه شوله چې کله مسلمانان د انحطاط خواته لاړل او همداسې د اسلامي خلافت په ړنګېدو سره دا اصطلاح هم هېره شوه، ځکه اصلي کاربرد یې له منځه ولاړ. مګر د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د معنا او مفهوم په ټولنه کې بدل شو او د اسلام دا لویه برخه یې په فردي کړنو پورې مربوطه وګڼل شوه. همدارنګه د دې برخې د پلي کولو لپاره ډلې جوړې شوې او حتا ځینې مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر معنا بیخي بل شی تعبیر شوې ده. ځینې مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده یوازې توصیه کول وبلل شول. ځینې مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره ډلې جوړې شوي دي، چې په فردي شکل خلک د مستحباتو مراعتولو او له مکروهاتو د راګرځولو ته رابولي.
مګر په قران کریم کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اړه لاندې په زړه پورې هدایتونه راغلي دي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
الَّذِينَ إِن مَکَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّکَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنکَرِ
ژباړه: دوی هغه کسان دي چې که په ځمکه کې دوی ځواک [دولت] ورکړو، نو لمونځ قایموي او زکات ورکوي او پر معروف باندې امر کوي او له منکر څخه خلک راګرځوي.
په پورتني ایت کې په څرګندو ټکو سره الله سبحانه و تعالی د اسلامي دولت دنده د لمانځه قایمول، د زکات ورکول او پر معروف یا شریعت باندې حکم کول او له منکر څخه د خلکو راګرځول بیان کړي دي. همداراز که د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند ته وګورو؛ هغه صلی الله علیه وسلم پر ټولو هغو څه باندې امر کاوه چې الله سبحانه و تعالی یې د سرته رسولو امر کړی و او له ټولو هغو یې خلک راګرځول چې الله سبحانه و تعالی ورته منکر نومولي وو. یعنې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دولت د رییس په توګه ددې مسوولیت درلود چې الهي وحیې پلې کړي. نو له پورته آیت څخه څرګندېږي چې د اسلامي دولت بنسټیزه دنده امر بالمعروف او نهي عن المنکر یعنې د اسلام پلي کول دي.
همدارنګه که اسلامي دولت پر معروف امر نه کوي او له منکر خلک نه راګرځوي یعنې اسلام نه پلی کوي، نو پر یوه ډله مسلمانانو واجبه ده چې له دولت سره محاسبه وکړي او د اسلام پلي کولو ته یې اړ کړي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:
وَلِتَکُن مِنکُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلي الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ [ال عمران: ۱۰۴] ژباړه: ستاسو په څنګ کې باید یو داسې ټولی وي چې معروف ته بلنه وکړي او له منکر څخه منعه کړي.
همدارنګه الله سبحانه و تعالی فرمايلي دي:
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضَهُمْ أَولِياءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ [توبه: ۷۱] ژباړه: مومنان او مومنانې یو د بل دوستان او ملګري دي او یو بل ته پر معروف [شریعت] امر کوي او له منکر یو بل راګرځوي.
په پورته آیت کې الله سبحانه و تعالی د هر مومن نر او هرې مومنې مېرمنې دنده بیان کړې ده. داسې نه ده لکه ډیموکراسي چې خلک یو د بل په چارو او بوختیاوو کې مداخله نه کوي، بلکې مومنان او مومنانې د دوستانو غوندې د یو بل په چارو کې مداخله کوي او یو د بل کارونو ته پاملرنه کوي او شرعي اوامرو ته یو بل رابولي او که د شریعت له پولو اوړي یو بل متوجه کوي او د دې لپاره چې ژوند یې له بدبختیو ډک نه شي، نو یو بل له منکراتو راګرځوي.
پایله دا چې اسلامي امارت یا خلافت؛ یعنې هغه نظام چې الهي شریعت پلی کوي او په دې اړه هېڅ معامله او جوړجاړی نه کوي. په هغه قلمرو چې اسلامي امارت/خلافت پکې واک چلوي د الله حدود پلي کوي او مسلمانانو ته د تقوا او ایمان فضاء جوړوي. دا سمه نه ده چې اسلامي دولت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نامه باندې یوه داسې اداره ولري چې مسلمانانو ته یوازې توصیې وکړي او بس. بلکې د اسلامي دولت د پولیسو، اردو او قضاء شتون او بنسټيزه دنده پر معروف [شریعت] امر او له منکر [طاغوت، ډیموکراسۍ، نشنلېزم] څخه د اسلامي امت او حتا ټول بشر راګرځول دي. که اسلامي دولت په دې اړه غفلت کوي، نو د اسلامي امت د یوې ډلې دنده ده چې دولت پر شریعت باندې حکم کولو ته اړ کړي. همدارنګه د مومنو نارینه و او مومنو ښځو دنده په عادې ژوند کې دا ده چې د ژوند په ورځنیو چارو کې یو بل د الهي وحیې پر مراعتولو باندې امر وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: