د یوه مهم فرمان په هیله!

د یوه داسې فرمان په هیله، چې وزارت داخله او اړوند ادارو ته امر وشي، چې هیواد کې کوڅه په کوڅه او کلیو کې پولیس مرش کړئ، له ښکاره شتمنو پرته د هر هیوادوال کور ته دې ننوځي، ژوره پلټنه دې وکړي، د ټولو د غلې بورۍ او کندوان دې وپلټل شي او معلومه دې کړي چې څوک د څومره وخت خواړه لري او څوک یې نه لري؟! (د مثال په توګه وایم، اصلاً باید د کونډو، یتیمانو، معیوبینو او عامو غریبانو لیستونه تیار شي او هغوی ته د معاش او کار پیدا کولو منظم پروګرامونه جوړ شي).

ځکه حدیث کې راغلي: څوک چې په ډکه ګېډه شپه سهار کړي او د څنګ ګاونډی یې وږی یي او دی پرې خبر هم یي؛ دې کس پر ما ایمان نه دی راوړی! یعني کامل مومن نه دی. قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ما آمن بي من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهو يعلم به. رواه الطبراني في الکبیر واحمد في مسنده

د ولس ټول وګړي د موجوده نظام د زرهاؤ مسؤلینو ګاونډیان او هیوادوال دي، دلته د ایمان د ختمیدا یا نیمګړتیا (ما آمن بي …) خبره ده څه وړه خبره خو نه ده! په دا ډول فرمان سره به د هیوادوالو په زړونو کې ځای پیدا کړئ، هغوی به موجوده مسؤلین د ورکو سرپرستانو ځای ناستي وګڼي. نړۍوال به هم درته هک حیران او ګوته په غاښ پاتې شي او د اسلام فضیلت به په ګرده نړۍ کې ځلاند او د نړۍ د کفارو د توجه مرکز وګرځي. او همدا د صدیقي، عمري، عثماني او د علي رضي الله عنهم د راشده خلافت لاره ده.

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: