څلور څلویښت کاله وروسته؛ د امنیت او ټیکاو نېکمرغه اختر!

دافغان ولس لپاره خورا د ویاړ او خوښۍ خبره ده، چې څلور څلوېښت کاله وروسته یې یو ځل بیا د یو داسې هېواد او نظام په شتون کې دا نېکمرغه اختر ولمانځه چې له کلي ترکلي، ولسوالۍ تر ولسوالۍ او پولې تر پولې یې ایکې یو مرکزي حکومت واکمن دی. مطلب په یاده موده کې دا لومړی ځل دی چې د هېواد ټولې څلور سوه ولسوالۍ ګردې یوه نظام کې راغونډیږي او له یوه مرکزه اداره کیږي. دغه شان دا نېکمرغه اختر مو په داسې حال کې ولمانځلو چې د ټول هېواد په لرو برکې هیڅ کومه بد امني او ناوړه پېښه هم نه ده رامنځته شوې او باور دی چې پرته له کوم عادي مرګه څه بل ویر به چاته نه وي ور پېښ شوی. بله خوښي مودا وه چې پس له تېرو غم لړلیو څلور څلوېښت کلونو؛ اوس په داسې حال کې خپل اختر لمانځو چې قادر خدای جل جلاله په خپل فضل سره د نړۍ له دوو ډېرو ځواکمنو یرغلونو را خلاص او د هغوی د اشغال، ظلم او فساد دوره یې پای ته ورسوله – سربېره پر دې ډېره لویه خوشالي مو لا دا ده چې د دغو اشغالونو ترختمېدو وروسته د یرغلګرو کوم استازی او نایب حکومت نه دی واکمن شوی، بلکې فقط داسې کسان واک ته رسېدلي چې د خپل هېواد او ملت مادي او معنوي ګټو ته ژمن، د خپل کلي او ولس په منځ کې روزل شوي او د همدې خلکو د ارزښتونو په دفاع او ساتنه کې یې بلا ستونزې ګاللې، لوږې او تندې یې زغملې او بې شانه قربانۍ یې ورکړې دي. تر دې چې یقیناً اوس دلته یو داسې خپلواک نظام منځ ته راغلی، چې شکردی په ګرد هېواد کې نه کوم بهرنی عسکر موجود دی او نه یې کوم مشاور. دا بېله موضوع ده چې د بهرني دښمن تبلیغاتي ماشین شپه ورځ یوه کړې او غواړي چې ورځ د شپې او خوشالي د غم پر بڼه معرفي کړي. خو په حقیقت کې یې پر افغانانو هیڅ خوشالي نه لوریږي، ځکه هر یرغلګر دلته شرمېدلی او پزه یې په خاورو سپېره شوې ده. اوس هغوی شرمېدلي او ناهیلي دي چې څنګه یې د خپلو عسکري ځواکونو او عصري وسایلو پر مټ نه دا ملت له منځه یوړل شو او نه یې ترې غلام جوړ کړ، بلکې په لاډېره تونده او سرشاره جذبه یې په کامله خپلواکي د خپل ځان او نظام جوړولو ته ملا وتړ له. د همدې لپاره اوس لګیا دي پر موږ خیالي فاجعې، بحرانونه، نا امنۍ، غمونه، بې حکومتۍ او غم لړلي اخترونه راولي! خو راځئ موږ هم له خپلو عقلونو، تجربو، سترګو او غوږونو کار. واخلو او وګورو چې ایا په رښتیا هم دلته په میلیونو وګړي له لوږې مري؟ ایا رښتیا هم دلته نا امني او جګړې روانې دي او ایا کومه بله فاجعه هم لیدل کیږي؟ راځئ که ټوله دنیا هم نارې وهي چې غوږ دې سپي وړی، موږ به یې تر هغو نه منو چې په خپل لاس موغوږ نه وي کتلی او حقیقت مو نه وي څرګند کړی. افغانان باید وپوهیږي چې اصلاً دښمن ته نور څه ور پاتې نه دي، همدا وجه ده چې اوس یې خپل درواغجن پروپاګند ته لا زیات کش ورکړی او هغه لګښتونه چې پخوا یې په جنګ او نظامي عملیاتو لګول، دا مهال یې یوازې پر تبلیغاتو او دروغ جوړولو مصرفوي. په هر صورت، موږ ته لازمه ده چې خپل ځان وپېژنو، د څښتن تعالی د لورینو شکر اداء کرو او د خپل ملت جوړونې او هېواد رغونې او بسیاینې ته په ګډه ملا وتړو. داسې اخترونه دې مبارک او تل تر تله وي او بیا دې پاک خدای عزوجل پردې مؤمن او سرلوړي ملت هغسې اختر نه راولي چې پاس به د یرغلګرو د الوتکو شڼا او لاندې به یې د اجیرو والیانو او قوماندانانو د سګ جنګۍ غپا وه!

له شريعت ورځپاڼې په مننه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: