غـــــزل/ حماد ماليار

 

ژوندی احساس مې راته کله کله ډب راکوي
دا چې ګوزار کوي، زړګی مې خوري ادب راکوي

زۀ د بـنــده پــه نامــه ولې شکــرانې ورکــوم!؟
دا رنګــا رنګــه انــعــامــات خو ما ته رب راکوي

زه د بلال پــر قــدم لاړم مــهــاجــر لــه مــکــې
په مبارکه غيږ کې ځای راته يثرب راکوي

د پاکې مينې پــه روزګار کــې ولـې ګټه نشته؟
پاک محبـت راتـه تـاوان پــه کوم سبب راکوي؟

زۀ دې حقپال شمه ، همدا راته کافي شافي دی
بيا د هر چا خوښه ، چې هر رنګه لقب راکوي

ځيږه پښتو ده ، خو زما ازاد ، اديب تخيّل
راته په ګــوتــو کــې قــلــم د دې ادب راکوي

ستا دا خواږۀ خواږۀ شعرونه دومـره ښۀ لګيږي
حماد ماليـاره! لکـه ســور ګـلاب چې لب راکوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: