په ننګرهار کې یوه دیارلس کلنه دوښمني په دوستي بدله شوه

عزم(سه شنبه، ۲۳مه، ۱۴۰۱): په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ دیارلس کلنه دوښمني حل او تر منځ یې روغه جوړه وشوه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولایت دسرحدونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ په ډنډ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ دیارلس کلنه دوښمني هواره شوې ده. خبر زیاتوي چې له نوموړو دواړه کورنیو څخه په یاده موده کې دوه تنه وژل اویو بل تن زخمي شوی و.
د روغې جوړې په دغه ناسته کې د یاد ریاست رئیس قاري رحمت الله غازي عمر، د ولسوالۍ ځینو مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. په نوموړې غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو او علماء کرامو د ښاغلي غازي عمر په مشرۍ له ۱۲ کسیز پلاوي څخه مننه وکړه چې د درېیو میاشتو په موده کې یې وکولای شول چې یاده شخړې ته د پای ټکی کېږدي او ښکیلې خواوې سولې ته راوبولي.
عمر د یادې ولسوالۍ خلکو ته په وینا کې دوی ورورګلوي، یووالي او د یو بل منلو ته وبلل. همداشان له ټولو مشرانو، علماوو او ټولو هغو کسانو څخه یې مننه وکړه چې ددې شخړي په هواري کې یې منډې ترړې کړې دي. همدارنګه ښاغلي عمر هیله وښوده چې د کلي مخور، علماء کرام او نور متنفذین دې د خلکو د ستونزو په هوارولو او د ولسونو په همغږۍ کې له موږ سره مرسته وکړي. د غونډې په پای کې د ټاکل شوي هیئت له لورې پرېکړه واورول شوه، دواړو لورو یې په منلو قناعت وکړ او یو بل ته ورغاړې وتل.
د یادونې وړ ده چې د ا.ا. ځایي چارواکو په خپلو ولایتونو او سیمو کې د لسګونو اوږدو لانجو او دوښمنیو منځګړیتوب کړی او یادې شخړي یې بشپړې حل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button