حجاب! / اسراء سحر

 

دا قافله د خپل هدف به تر منهل رسوم
زما د پاکې پښتو شان به تر زُحل رسوم

اوس ښه بلده د ګرداب له حالتو سره یم
خپله کښتۍ به تر ساحله تر منزل رسوم

په طوفانونو کې مې هم لاره لا ورکه نه کړه
په شنه اسمان کې به یې څنګه تر خِلل رسوم؟

د ژوند مسیر د خپلو میندو په مسیر جوړوم
پر دې خبره به خبره تر اجل رســــــــوم

إسراء دفاع د خپل کلتور چې خامخا کومه
نو په وچ زور دې تخییله تــر غزل رسوم

#إسراءسحر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: