غزل/ ګل رحمان رحماني

لا د مینې ترانې لیکم ژوندی یم
نا کردې د زمانې لیکم ژوندی یم

له دعا نه دې قربان شم، راته ګوره
خپل مزار ته کتبیې لیکم ژوندی یم

هره لار کې مجبوریت راته موسکی دی
ستا رنګینې بهانې لیکم ژوندی یم

تا ویل څنګه یې زما له تګه وروسته؟
ما ویل شکر، ستا کیسې لیکم ژوندي یم

ستا تصویر د خپل غرور په لمبه وسوم
شکایت له ایینې لیکم ژوندی یم

د بېلتون له درد مې ټول جهان خبر کړ
ستا د وصل افسانې لیکم ژوند یم

۱۴۰۱، د کب ۲۰مه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button