د جلیل القدر تابعي أحمد بن مسکين او أبونصر الصیاد عبرتناکه واقعه!

عبدالرحمن محمود

أبو نصر الصیاد د خپلې فامیلۍ سره په ډیر فقر او غربت کي ژوند تیراوه ، یوه ورځ همدا صیاد پر لاره غمجن أو پريشانه روان وو ، میرمن او یوه دانه بچی یي په کور کي له ولږې کړيدله ، ابو نصر الصیاد د خپل وخت د مشهور عالم احمدبن مسکين سره يو ځای سو ، و هغه ته یي د خپل زبون سوي ژوند او حال شکايت وکړ ، هغه ورته وویل په ما پسي راځه و دریاب ته زو ، دواړه درياب ته ولاړه ، هغه عالم ورته وویل دوه رکعته نفل وکه بیا بسم الله ووايه او دا جال و درياب ته و غورځوه ، هغه همداسي وکړه ، په جال کي یو لوی ماهی را ووت.
عالم ورته وویل دا ماهی يوسه په بازار کي یي خرڅ کړه و خپل عیال ته ډوډۍ په رانیسه ، هغه هم ماهی په بازار کي خرڅ کړ ، په هغه قیمت یي دوه لويې پتیري واخيستلې ، او د ځان سره یي فیصله وکړه چي عالم ته به يوه پتیره ورکوي ، عالم ته ورغی او یوه پتيره یي ورکړه، عالم ورته وویل که چیري دا کار ما د خپل نفس د غوښتني لپاره کړی وای او ستا څخه مي نیت د أجر کړی وای دا ماهی به له اوبو څخه نه وو را وتلی ، مقصد دا چي دا عالم ښه په دې نیت نه وو کړي چي بدله یي له بنده څخه واخلي ، بیا یي و فقیر ته هغه پتیره واپس ورکړه ، او ورته ویي ويل چي دواړي پتیرې یوسه په خپل عیال یي وخوره.
دا فقیر پر لاره کي و خپل کور ته روان وو ، چي یوه بله میرمن یي ولیدل چي ماشوم ورسره دی او د ولږي آثار پر ښکاره دي ، او هیڅوک هم نلري ، فقیر یوار و دې میرمني او ماشوم ته وکتل بیا یي و پتيرو ته وکتل ، د خپل ځانه سره یي وویل چي دا ښځه او ماشوم هم داسي وږي دي لکه ستا میرمن او بچی ، فکرونو واخیست چي څه وکړي ؟

خلاصه داچي ددې ښځي په سترګو کي یي أوښکې ولیدلې نور یي تحمل و نسو کړای هغه پتیرې یي و همدي ښځي ته ورکړي ، هغه خوشحاله سوه ، د بچي پر څهره یي مسکا ښکاره سوه.
مګر دا فقیر بیا د خپل عیال د یوي ګولې نفقې سوچونو واخیست.

دی په همدي فکرو کي غرق وو چي یو نابلده سپینږیری سړي یي ولید دده د نامه پوښتنه یي کول ، خلګو و ده ته را واستوه ، هغه سپینږیري ورته وویل: ځویه ستا د پلار پر ما قرض باندي وو ، ډیر کوښښ مي وکړ چي پیدا یي کړم ، نن مي الحمدلله ته پیدا کړې ، دا دي د پلار قرض دی ، دیرش زره دراهم دي.

ابونصر الصیاد قیصه کوي چي ددي روفو په وجه زه د خپل کلي تر ټولو مالدار او شتمن شخص وګرځیدم ، تجارتونه مي شروع کړه ، په صدقو او خیراتو مي شروع وکړه ، داسي وخت هم راغی چي پر یوه ځای مي و یوه فقیر ته زر درهم ورکړه ، همداسي ورځې تیریدلې ، ما صدقات او خیراتونه کول تر څو چي خپل ځان مي غټ سخي راته معلوم سو ، په صدقه او خیرات ورکولو کي لیږ دا احساس راسره ملګری سو چي په سخاوت ښه مشهوره سم.
ابو نصر وایي زه په همدي حالت کي وم یوه شپه مي خوب لیدی ، د میزان ترازو نصب سوی وي ، د هر چا نیک او بد عملونه تلل کیږي ، یو چا ږغ وکی چي ابونصر دي راسي عملونه یي تلل کیږي ، زه هم راغلم ، زما بد عملونه یي د ترازو و یوې پلې ته واچول او نیک عملونه وبلې ته ، د بدو عملو پله مي درنه سوه ، بیا مي وویل چي هغه زما خیراتو او صدقې چیري دي ؟ بیا یي هغه زما ټول خیراتونه راوړه ، خو تر هر خیرات لاندي یوه روفي (د نفس غوښتنې او پټې ریاء) لاندي وه چي خیراتو نه یي د پختي په ډول سپک کړې وه ، هیڅ وزن یي نه لاره ، بیا د بدو اعمالو پله درنه سوه.

زه په ژړا سوم ، او نعرې مي کړي چي نجات غواړم ، بیا مي ږغ واورید چي د ابونصر الصیاد کوم نیک عمل پاتي دی ؟ یو چا جواب ورکړ چي هو ، دوې پتیرې پاته دي ، بیا یي هغه راوړي د نیکۍ په پله کي یي واچولې تر څو چي د بدۍ له پلي سره برابره سوه.

مګر زه ویریدلم چي معامله به مي څنګه سي ؟ په دې حال کي ما بیا ږغ واوریدی چي أیا دده بل نیک عمل پاتي دی ؟ یو چا چواب ورکړ چي هو ، د هغې ښځې د خوشحالۍ أوښکې دي چي کله و هغې ته دوه پتیري ورکول شوي ، بیا هغه أوښکي د نیکۍ په پله کي واچول سوي ، د نیکۍ پله مي درنه سوه ، او دې وخت کي مي واوریده چي یو څوک أواز کوي (لقد نجا أبونصر) أبو نصر نجات پیدا کړ ، له خوبه څخه ویریدلی را کښینستلم او دا جمله پر خوله جارې وه که پتیرو کي د هغې مسکیني میرمني نصیب نوای ماهی به په جال کي نه وو را وتلی.

نو معلومه سوه چي کله یو لیږ عمل د اخلاص د رب تعالی پر دربار قبول شوی وي هغه ډیر ځای ونیسي تر هغه لوی لوی عملونو چي اخلاص پکښي کم او یا نوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: