غزل: سـوله

ځکه خو پـه اور کې هـم ګلونو کې مقیمه ده
جنګ د نمرود لار؛ سوله میراث له ابراهیمه ده
جنګ د ځانځاني ښامار لمبې د هـوسـونـو دي
سـولـه پرېښتې غـونـدې نظیفه ده عظیمه ده
تور نېش د لړم دی جګړه هېڅ پکې خواږه نشته
سـولـه د ایـمان غـونـدې سـپـېڅـلې ده صمیمه ده
جنګ د اور سېلاب دی چې نـه وچ او نه لامدۀ ګوري
سـوله د سپین سیند غوندې سراط الـمستقیمـه ده
سـولـه پـېـغـمبـره ده بــاوره! د خـوږې مینې
پـاکـه لـه کینـې، کـرکـې، بـدیـو؛ لـه غلیمه ده
عبدالوهاب باور