افغانان ولې نقد نه زغمي؟

نقد د یوه اثر ښېګڼې او بد ګڼې په ګوته کوي، که یو اثر ښېګنې ولري ستایي یې او که بد ګڼې ولري د سمون لارښوونه ورته کوي، یانې د اثارو اصلاح کول د نقد دنده ده.
خو له بده مرغه چې په افغاني ټولنه کې نقد یو عار او شرم ګڼل کېږي، که د شاعر په شعر دې نقد وکړ، د لیکوال په لیکنه دې نقد وکړ او یا یو بل د پوهې خاوند په وینا یا اند دې نقد وکړ، نو سمدلاسه درته ځواب درکوي چې ته څه کاره یې چې زما شعر، لیکنه، وینا او اند نقدوې خپل غم دې کوه، شاعر داسې انګېري چې زۀ خو د زمانې لوی شاعر یم زما شعر ولې نقد شي؟ لیکوال وایي چې زه خو لوی لیکوال یم او زما( دده په اند) لیکنې هېڅ خامیانې نه لري نو ولې زما لیکنې نقد شي دغه شان د یو وینا وال یا یو بل په اصطلاح روښانفکره اند که دې ناسم وګڼه او ورسره موافق نشوې نو ځانته دې کار وکوت.
هغه وګړي چې نقد نشي زغملی د دوی عمده لامل دا دی چې ډېری دغسې کسان خپلې شته پوهې دومره مغروره کړي وي چې خپله وینا ورته د کاڼي کرښه ښکاري او له خپلې وینا پرته د بل وینا ورته هېڅ ارزښت نه لري.
دوی پوهه د یوې رتبې یا مسلک پورې اړونده ګڼي ، که له دوی څخه څوک په رتبه یا درجه کې کښته وي او له نظر سره یې مخالفت څرګند کړي نو دوی یې ناپوه ګڼي، د دوی د غرور سرچینه د نورو څخه د دوی لوړې زدکړې دي، مثلا دوی وایي چې زۀ یوه یا دوې ماسټریانې لرم یا دوکتورا لرم او یا د پوهنتون استاذ یم، نو زما خبره د هغو خلکو لخوا رد یا اصلاح شي چې له ما یې د زده کړو سویه کښته ده!؟
چې اصلا داسې نه ده، که یو کس هر څومره پوه وي په اصطلاح جامع الکمالات هم وي نو په وینا او اند کې به یې خامخا نیمګړتیا موجوده وي، نو موږ ته پکار ده چې که چا زموږ په شعر، لیکنه او یا وینا نقد وکړ په سړه سینه ورسره بحث وکړو، که وینا مو د تنقید وړ وه نو له نقاد څخه مننه وکړو چې زموږ لیکنه یې اصلاح کړه.
په زاړۀ یونان کې به شاعرانو، لیکوالو او… به نقادانو ته پیسې ورکولې چې په اثارو یې کره کتنه وکړي ، ترڅو اثار یې ارزښتمن شي او د لوستوالو د پام وړ وګرځي.

لیکنه: نصرت اتل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: