طنز: ام هغه مېوه چې خر یې هم نه خوري

یوه ورځ د میرزا غالب ملګری حکیم رضي الدین خان چې آم یې نه خوښېده؛ د میرزا کره راغی! دواړه په برنډې (برامدې) کې کېناستل او خبرې یې پیل کړې! میرزا آمونه ورته راوړل!
په دې وخت کې یو تن خرکار له خپل خره سره روان و او ناڅاپه له ونې آم را وغورځېده. خره آم بوی کړ او مخکې ترې روان شو.
حکیم ژر وویل: وګوره میرزا! آم داسې میوه ده، چې ان خر یې هم نه خوري!
میرزا ورغبرګه کړه: بېشکه چې خر یې نه خوري!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: