ساینس او فلسفه، د انسان جوړښت

زموږ بدن له غوښې او وینې جوړ او په غوښه کې ښکلی بې ساری مغز پروت دی.
انساني مغز له تصور لوړ د سلهاوو بلیون عصبي تارونو منتاژ شوی، چې دغه تارونه په زرهاوو غوټو یو او بل سره نښتي دي او په ټوله کې د مغز حجرې په تریلیون اړیکو سره تړلې دي .
د مغز پيچلې دنده دا ده چې څنګه د فکر او احساس پروسه په مناسبه او حیرانوونکې توګه پرمخ بېول کېږي.
د ساینس او طب تجربو دا ښودلې چې انسان او څارویو د بدن اناتومي یو بل ته نږدېوالی لري، مګر د انسان اروایي سلوک یا کړه وړه په بشپړ توګه نه دي پېژندل سوي او دا پروسه په نه درېدونکي حالت پر مخ روانه ده .
انسان د پېړیو په مسیر کې خپل ځان تعریف او بیا بیا معنی کړی دی. موږ بشر د مغز دغې پېچلې معجزې ته هک اریان ګورو.
سپينوزا وايي :”هر شی چې پر ځمکه پيدا شوي دي د انسان د نیکمرغۍ او سوکالۍ لپاره دي. موږ باید د هر شي په بشپړ ماهیت او اصلیت ځان پوه کړو.”
شوپنهاور بیا وايي: “هره ورځ یو وړوکی ژوند دی؛ هر سهار یو کوچنۍ/ وړوکې ځواني ده او هره شېبه د خوب کوچنی/ وړوکی مرګ دی .زموږ غم او خوښي یو له بل سره شریک دي.”
که غواړو چې اوس ژوند مو تر پروني ژونده غوره وي، باید په خپل مغز کې ماضي په غور وڅېړو، زه باور لرم چې مغز به مو سمه لار را وښيي.

لیکنه: عبدالله بشرمل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: