د شخصیت نښه

نابينا کس د ونې لاندې ناست و. پاچا په لار روان و، څنګ ته يې راغی، په ډیر احترام يې پوښتنه ورڅخه وکړه:
«وبښی صيب، ښار ته له کومې لار تللای شم؟»
نابينا ځواب ورکړ. له پاچا وروسته يې وزير هم نابينا ته راغی او بې له دې چې احترام څرګند کړي، و يې ويل:
«ښار ته کومه لار تللې؟»
شیبه وروسته سپاهي راغی، په سر یې په څاپيړه وواهه او پوښتنه يې وکړه:
«احمقه، ښار ته کومه لار تللې؟»
هغوي چې رخصت شول، نابينا له ځان سر په خندا شو. ورنږې کس ترې وپوښتل:
«په څه خندا درغله؟»
نابينا ځواب ورکړ:
«لومړنۍ کس چې پوښتنه رانه وکړه پاچا و، دوهم يې د هغه وزیر او دریم هغه یې ددوی يو ساده سپاهي و.»
ناست کس په حیرانتیا ترې وپوښتل:
«ته څه پوه شوې مګر ته نابينا نه يې؟»
نابينا وويل:
«د هغوي له برخورده، پاچا له خپلې لويۍ ډاډمن و ځکه يې په احترام را نه پوښتنه وکړه. وزیر یې هم مامولي څوک و خو سپاهي يې له خپل حقارته دومره رنځ وړ چې حتی زه يې ووهلم. هغه هرومرو په ژوند کې سختۍ ګاللي او په سر يې داسې لکه زه يې چې ووهلم؛ ډیر ګوزارونه خوړلي!
منتشر شاهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: