عجيب او غريب سازش؛ حيران به شئ!

يوه يهودي کورنۍ په ۱۹۵۱ ميلادي کال کې له مراکش نه کډاً اسرائيلو ته راغله. د دې کورنۍ يوه ځوانه جلۍ د تيتاني په نوم همزمان له مراکش نه د اسراییلو پر ځای مصر ته ولېږل شوه.
تيتاني په ۱۹۵۳ ميلادي کال کې له سعيد حسين خليل
سره واده وکړ. کال وروسته د تيتاني او سعید حسین زوی پيدا شو. په ۱۹۵۸ کال کې تيتاني ته د مراکش د تابعيت تر څنګ مصري تابعيت هم ورکړل شو.  مصر کې دغې یهودۍ ښځې د سعاد په نوم شهرت پيدا کړ او نوره نو چا د تيتاني په نوم نه پېژنده.
په ۱۹۷۳ ميلادي کال کې دغې یهودۍ ښځې خپل زوی د مصر فوځ کې شامل کړ او له خپل مراکشي تابعيت نه تېره شوه.
د تيتاني سکه ماما “عوري صباغ” د اسراییلو له قيام وروسته د ۱۹۵۲ م کال نه تر ۱۹۶۸ م کال پورې په اسراییلو کې د معارف د وزارت تر څنګ نورې مهمې دندې ترسره کړې او مصر کې يې د خور لمسي هم ورځ تر بلې ترقي کوله چې ډېر کم وخت کې د مصر د فوځ ځواکمن جنرال شو.
دغه ظاهري مسلمان او ديندار جنرال له مرسي سره ښې اړيکې جوړې کړې وې مرسي هم د يو متعهد مسلمان جنرال په سترګه ورته کتل ځينې مشورې به يې هم ورسره کولې.
کله چې مرسي د مصر منتخب رئیس جمهور شو، د ۲۰۱۲ کال د اګست په شلمه نېټه يې دغه جنرال د مصر دفاع وزير وټاکه.
آیا تاسو پوهېږئ عزيزانو چې دغه جنرال څوک و؟
دا جنرال همدغه سيسي و چې د مرسي دولت يې راوپرځاوه، د اخوان المسلمين ټول کدرونه يې په شهادت ورسول او د مصر اساسي قانون کې يې ډېر تغيرات راوستل، چې د دغه تغیراتو په اساس به هيڅکله اسلام پال ګوندونه په انتخاباتو کې ګډون و نه شي کړای.

د يهودو اويا کلن پلان په مصر کې ډېر ښه تطبيق شو. له دې وروسته به د مصر له پلوه اسرايلو ته هیڅ ډول تهديد او خطر نه وي.
له همدې کبله اسرايليان جنرال سيسي ته د يو قهرمان په سترګو ګوري.
دا موضوع CNN (مشهور امريکايي ټلويزيون، چې ويب پاڼه هم لري) ۷ کاله وړاندې خپره کړې چې وروسته بیا پرې د عربو ورځپاڼو هم ډېرې تبصرې ليکلي.

 ژباړه: عرفات پردېس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: