پاکستان پر افغان خاوره یو ځل بیا راکټي بریدونه پیل کړي

 

ننګرهار د ډيورنډ کرښې ته نيږدې پروت ولايت چې په وروستیو کې د داعشي ملیشو دفعالیتونو شاهد دی.

اوس اوس ويل کيږی يو وار بیا د نورو ستونزو تر څنګ پر دې ولايت د پاکستان راکټي بريدونه بیا پيل شوي دي.

د دې ولايت د ګوشتې او لعل پورې ولسوالۍ اوسیدونکو رسنیو ته ويلي دي چې له تیرې اونۍ را هیسې پر دې دوو ولسواليو درې سوه راکټونه لګيدلي دي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړې نيلفور عزيز هم د پاکستان راکټي بريدونه مني.

نوموړې وايي چې پر ګوشتې تل پاکستان راکټي بريدونه کوي.

نوموړې ګواښ کوي که ددې تیري مخه ونه نيول شي شونې ده خلک له دې سیمو کډې کولو ته اړ شي.

بلخوا د ګوشتې يو قومی مشر چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي رسنیو ته وويل چې پاکستان له قصده غواړي ورته ستونزې ډيرې شي.

نوموړي وويل:« پاکستان غواړي چې موږ کډه شو او دوی رامخکې شي او تر اوسه ډيرو سیمو ته همداسې رامخکې شوي هم دي او خلک يا کډې کولو ته اړ شوي دي يا په ډير سخت حالت کې ژوند کوي، بل دا چې په داعش هم فشار ډير شوی دی

بلخوا د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد هم تاييد کړې چې راکټونه راغلي دي.

نوموړی وايي تر اوسه اوسه دا راکټ ويشتنې ځاني نه خو مالي زیانونه لري.

هیره دې نه وي چې دا لومړی وار نه دی چې پاکستان ورته تیری کوي ویل کيږي په وروستیو کلونو کې پاکستان د افغانستان سرحدي سيمې ۷۵۰۰ راکټه ويشتلي دي.

ددې راکټونو پيل په نورستان او کونړ وشو وروسته په ننګرهار، خوست او پکتيکا کې هم د پنجابي پوځ راکټ ويشتنې پيل شوې.

اوس اوس پاکستان له دې سره سره چې په افغانستان کې يي د سولې په برخه کې پر خپله ژمنتيا ټينګار کړی دی ولې شنونکي وايي چې پاکستان ريښتونی نه دی.

د یادونې وړ ده د ګډحکومت مشرتابه له پاکستان سره ډیرې نیږدې اړیکې پالي. څو تړونونه یی هم ورسره امضا کړي او څو اونۍ مخکې یی دپاکستان په غوښتنه د ملي امنیت ریس هم له دندې ګوښه کړ

جاوید حمیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button