دچاپخاطر ــ خالقیار احمدزی

شاعر: خالقیار احمدزی

داخلک مینه چې کوی بس دیوچا پخاطر .

زړونه په زړه چې ورکوی خاص دآشنا پخاطر .

د وصل حب دې ضمیرونه چې را وسوځل .

جانانه چم ته به درځمه نن د ستا پخاطر .

هغه محراب ، هغه مسجد به په بڼو جارو کړم .

د یو سپیڅلی نازولی مقتدا پخاطر .

ما د سفر په ډیرو سختو لارو یون راکړی .

مدینې ! تاته چې راتلم د مصطفا پخاطر .

راغلم د ستورو له مداره فلکیاتو باندې .

یوه عنقا وم چې پیدا شومه د چا پخاطر.

نن ښکلاګانې ګلابو کې بې اغزیو نغښتې .

د زړونو حسنه د ارواحو د سبا په خاطر .

خالقیاره! ګودرونه او د کلی مازدیګر کې

نن غزلیزه ښکلاګۍ ده دآشنا پخاطر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button