د ګوانتانامو ۱۰ تنه زندانیان عمان ته ليږدول شوي

دعمان دبهرنیو چارو وزارت ویلي، چي دګوانتانامو زندان ۱۰ تنه زندانیان نن پنجشنبه دغه هیواد ته رسيدلي دي.

دغه زندانیان له ګوانتاناموڅخه خوشي شوي او دامریکایانو په غوښتنه په عمان کي دموقت وخت اوسیدلو لپاره دغه هیواد ته ليږدول شوي دي.

دعمان رسمي خبري اژانس ته ویلي، چي دغه ۱۰ تنه زندانیان چي نن عمان ته ورسیدل دیمن هیواد اوسیدونکي دي.

ویل شوي، چي دغه یمنیان به په عمان کي دموقت وخت لپاره پاته کیږي.

تر دې وړاندي هم دګوانتانامو لسګونه زندانیان بېلابېلو هیوادونو ته ليږدول شوي دي.

دغه یمنیان په داسي مهال عمان ته رسیږي، چي اوباما کانګریس ته په خپله کلنۍ وروستۍ وینا کي يوځل بیا دګوانتانامو زندان دتړلو ژمنه تکرار کړه.

نوموړي په انتخاباتي کمپاینونو کي دګوانتانامو وحشي زندان دتړلو ژمنه کړې وه، خو تراوسه يې په تړلو بريالی شوی نه دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button