په کندز کې تېر ماښام د والي سکرتر په ډزو ووژل شو

عزم : (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): چارواکي وایي د کند د سرپرست والي سکرتر د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
د والي ویاند عبدالواسع وایي، تېر ماښام شپږنیمې بجې د کندزښار ۳۰۰ فامیلو کې د والي سکرتر محمدظریف د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.
محمد ظریف په کندز کې دولس کاله د والي مرستیا هم پاتې شوی.
تر دې مهاله یې د وژل کیدو لامل ندی څرګند شوی
تر دې څو ورځې وړاندي په ننګر هار کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د ننګر هار د والي فرهنګي سلاکار محمد زبیر خاکسار ووژل شو
اصف افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: