هلمند، د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دریمي لواء قومندان ووژل شو

دهلمند امنیتي چارواکي وايي، چي د ۲۱۵ ميوند قول اردو ددریمي لواء قومندان عطاءمیر آګاه دماین په چاودنه کي وژل شوی دی.

دهلمند د والي ویاند عمرځواک وویل، چي تیره شپه وسله والو طالبانو په ګرشک ولسوالۍ کي دفیضان په پوځي اډې برید ترسره کړ.

دځواک په خبره، چي د ۲۱۵ قول اردو ددریمي لواء قومندان عطاء میرآګاه دمرستي په موخه دفیضان اډې ته په لاره و، چي په موټر يې دماین چاودنه وشوه او نوموړی پکي ووژل شو.

نوموړي ویلي، چي په چاودنه کي داردو درې عسکر ټپیان شوي هم دي.

راپورونه وايي، چي تیره شپه دفیضان په پوځي کمپ دوسله والو طالبانو په برید کي ګڼ شمېر عسکر وژل شوي، چي تراوسه یې دقيقه شمېره څرګنده شوې نه ده.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي وسله والو طالبانو تیره شپه په ګرشک کي د اردو په یوه پوځي مرکز برید ترسره کړی او ګڼ شمېر عسکر يې وژلي دي.

د مجاهد په وینا، چي په جګړه کي یې ۱ ټانګ، ۱ یو ايس پي جي ۹ توپ او نوري وسلې او پوځي مهمات نیولي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button