کندهار کي ګډو پوځیانو په شپنیو عملیاتو کي ۱۶ ولسي وګړي شهیدا ن کړي

د کندهار د خاکريز ولسوالۍ اړوند په چینار او تمبيل کلیو کي تیره شپه بهرنیو او افغان عسکرو عملیات ترسره کړي، چي ۱۶ تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او ۸ تنه يې ټپيان کړي دي.

دسیمي اوسیدونکو ویلي، چي تیره شپه ګډو پوځیانو د چورلکو په ملتیا دغه دواړه کلي کلابند او کور په کور یې تالاشي پيل کړه.

ویل شوي، چي دعملیاتو په مهال عسکرو د ولسي وګړو په وژلو پیل وکړ، ۱۶ تنه یې شهیدان او ۸ تنه نور یې ټپیان کړل.

د کندهار امنیې قومندانۍ ویلي، چي تیره شپه یې د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي عملیات ترسره کړي، ۲۱ تنه وسله وال مخالفین یې وژلي او ۱۱ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

دکندهار چارواکو ویلي، چي په ياده پېښه کي عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو دسیمي خلک د کندهار دچارواکو خبره ردوي او وايي، چي وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي، چي تیره شپه دګډو عسکرو له لوري په ډیره بې رحمي سره شهيدان کړای شول.

راپورونه وايي، چي دسیمي اوسیدونکو نن غرمه د ځینو شهیدانو جسدونه د احتجاج په توګه دکندهار ښار ته لېږدول، چي په لاره کي يې دعسکرو له لوري مخه نيول شوې ده.

ویل شوي، چي د ارغنداب ولسوالۍ د سوزنيانو مانده په سیمه کي عسکرو د خلکو لاره نیولې او هغوی یې نه دي پرې ايښي، چي د شهیدانو جسدونه کندهار ښار ته وليږدوي.

عادل خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: