میدان وردګو کې پر روغتون د برید په اړه د با احساسه محصلینو اعلامیه

څو ورځې وړاندې امریکایې او افغان ځواکونو په ګډه د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې پر هغه روغتون د شپې له خوا چاپه ووهله چې د سویډن هیواد په مالي لګښت جوړ شوی وو، او خلکو ته یې طبي خدمات وړاندې کول، د معلوماتو له مخې ګډو ځواکونو  له روغتون څخه څلور تنه ناروغان بهر ته ایستلي او هلته یې په خورا بې رحمۍ په برچو وژلي، او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې زمونږ په هیواد کې دا ډول جنایت ترسره کیږي، له دې مخکې هم دا ډول بشریت ضد کړنې ترسره شوې ډي، څلور میاشتې مخکې امریکایي ځواکونو په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو په یو روغتون برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۴۲ تنه ووژل شول او ګڼ شمیر نور ژوبل شول، په وژل شویو کسانو کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې ۱۴ کارکوونکي؛ ۲۴ ناروغان او د روغتون ۴ کارکوونکي شامل وو.

طبي مراکز او روغتونونه هغه ځایونه دي چې د ولسونو خدمت کوي، او په ګرده نړۍ کې  د بشریت د خدمت او ژغورنې لپاره رامنځته شوي دي.

د روغتونو او طبي مراکزو په نښه کول که له یوې خوا د اسلامي شریعت له مخې یو ناروا عمل او نه بښونکی جنایت بلل کیږي له بل پلوه  د نړۍ د ټولو قوانینو له مخې ستر جرم ګنل کیږي، د بشرپالنې د نړیوال قانون له مخې د روغتونو او طبي مرکزونو په نښه کول یو ستر جنایت دی، دا قانون د نړۍ په هره برخه کې د جګړې ټول لوري  د طبي مرکزونو او درملتونونو ساتنې ته هڅوي او په نښه کول یې مجرمانه عمل بولي، خو له دې امله چې دا ادارې د امریکا او روسیې تر تسلط لاندې دي نو ځکه یې د دوی په جرم سترګې پټې کړې دي، په قندوز او میدان وردګ کې د امریکا او په سوریې کې د روسیې الوتکو لخوا د روغتونونو په نښه کول او پرې هوایې بریدونه کول دا ټولې هغه بشر ضد کړنې دي چې د بشرپالنې نړیوال قانون، بشري حقوقو او ملګرو ملتونو ادارې پرې سترګې پټې کړې دي.

د با احساسه محصلینو اداره د هیواد د ټولو محصلینو، استاذانو او ګران ولس په نمایندګۍ دا عمل یو نه بښونکی جنایت بولي، د پيښې شهیدانو ته له الله تعالی څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې او کاملې شفا غوښتنه کوي او دغه جنایت په تر ټولو کلکو ټکو غندي، د جګړې له ټولو اړخونو غواړي چې د عام المنفعه ځایونو په له نښه کولو په ټینګه ډډه  وکړي او د جګړې ډګر یې ونه ګرځوي.

د افغانستان با احساسه محصلین

۱۳۸۴/۱۲/۴ هـ ش

۱۴۳۷/۵/۱۴ هـ ق

۲۰۱۶/۲/۲۳ م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button