د طالب او عسکر پرتله ييز توپير

د هیواد روانه جګړه د حق او باطل ترمنځ مقابله ده، چي یو لوری يې طالب دی، چي د شرعي نظام د پلي کولو، د خپلي خاوري د ازادۍ او ننګ لپاره جګړه کوي، خو بل لوری يې عسکر دی، چي د ډيموکراسي د استحکام، دغلامۍ ددوام او امریکا لپاره په جګړه بوخت دی.

طالب د اسلامي عقيدې او یوه رښتوني هدف لپاره قرباني ورکوي، عسکر د غربي ارزښتونو او غربي اهدافو لپاره ځان وژني.

طالب که پوځي وسائل کم لري، لیکن معنویات یې قوي دي، عسکر پوځي وسائل پرېمانه لري، مګر معنویات نه لري.

له طالب سره الله تعالی مل او ولس ورسره ملګری دی، له عسکر سره غرب او کفري نړۍملګرې ده، طالب د ازادۍ اتل دی، اما عسکر د غلامۍ پيغور، دا توپيرونه دي، چي طالب ته يې په ژوند سرلوړي او تر شهادت وروسته عزت وربخښلی او عسکر ته یې په ژوند ذلت او تر مرګ وروسته خواري ورپه برخه کړې او همدا توپيرونه دي، چي د جګړې په ډګر کي يې طالب ته په عسکر برياليتوب ورپه نصيب کړی دی.

د جګړې په مهال د طالب هیله د الله تعالی نصرت ته وي او د الله جل جلاله په نصرت يې تکیه وي، خو د جګړې په مهال د عسکر هیله د امریکا هوايي مرستي ته وي او د امریکا په مرسته یې تکیه وي، همدا لامل دی، چي طالب په جګړه کي ډاډمن او ثابت قدم وي، ځکه د الله تعالی نصرت ورته يقيني وي، ليکن عسکر په جګړه کي په ویره او ترهه کي وي، ځکه د امریکا د مرستي يقين ورسره نه وي.

طالب د ولس په څنګ کي اوسيږي، د ولس د سر، مال او ناموس ساتنه کوي، نوځکه د ولس له ملاتړ څخه برخمن دی او ولس ورسره مرسته کوي، عسکر د اشغالګرو په څنګ کي اوسیږي، د هغوی په امنیت مامور او د هغوی ساتنه کوي، له همدې کبله د خپل ولس په مقابل کي اشغالګر ورسره مرسته کوي.

طالب د مادياتو پروا نه کوي، سودا یې له الله تعالی سره ده او الله تعالی بشپړ عوض( ثواب او جنت) ورکوي، عسکر د مادياتو تابع دی، معامله يې له امریکایانو سره ده او امریکا کله څه ورکړي او کله نه.

طالب د اسلام لپاره سر ورکوي، نوځکه پرې ویاړي، خلک یې درناوی کوي او د یوه ویاړلي په توګه ورته ګوري، عسکر د غربي جمهوریت لپاره ځان په هلاکت کي اچوي، نوځکه ذليل وي اوخلک په سپکه ورته ګوري.

طالب له اسلام او مسلمانانو څخه په دفاع کي جګړه کوي کافران او د هغوی ملاتړي وژني، له همدې امله ورته مجاهد او غازي ویل کیږي، عسکر له غربي ډيموکراسۍ او کافرانو څخه په دفاع کي جګړه کوي، مسلمانان او صالحین وژني، نوځکه ورته د مسلمانانو قاتل او خونکار ویل کیږي.

طالب خپل هدف ته ژمن دی، ځکه له مرګ څخه نه ویریږي، مګر عسکر خپل هدف ته ژمنتیا نه لري، نوځکه له مرګ څخه ویره لري.

طالب د ولس په مالي مرسته، د هغو ی له لوري په ورکړل شوي موټرسائيکل، موټر او وسله جګړه کوي، عسکر د غرب په مالي مرسته، د هغوی له لوري د ورکړل شوي ټانګ، رنجر او وسلې په واسطه جګړه کوي.

طالب د الله تعالی د رضا غوښتونکی او د جنت هیله لري، عسکر د غربي شیطانانو د خوښۍ غوښتونکی او د ډالرو اميد لري.

طالب د ټولني یو صالح، متدین اوسالم شخصیت دی، چي له دیني فکر څخه برخمن دی، عسکر د جامعې یو بې لاري او نشه يي کس دی، چي غربي فکر ورکړل شوی دی.

په افغان ولس برسېره د نړۍ مسلمانان طالب ته په درناوي قائل دي، مينه او خواخوږي ورسره لري، له امریکايي استعمارګرو څخه د نړۍ د ژغورونکي په سترګه ورته ګوري، خپلي هيلي پسې تړي او په نوم يې تفاول کوي، اما د افغانانو په ګډون د نړۍ د مسلمانانو په وړاندې د عسکر حيثیت له یوه غلام څخه لوړ نه دی، کرکه او نفرت ورڅخه لري، وطن پلورونکی یې بولي، د يوه بې رحمه خائن په سترګه ورته ګوري، چي د مسلمانانو په وژنه کي د بشریت له قاتلې امریکا او غرب سره مرسته کوي.

دا توپيرونه دي، چي د طالب صف ورځ تر بلي قوي کیږي او د کاروان ملګري یې زیاتيږي، خو د عسکر صف ورځ تر بلې کمزوری کیږي او ملګري یې ورڅخه تښتيږي.

موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button