د ال جی (LG) نوی ارزان بیه زیرک ټلیفون راتلونکی دی

حسن مبشر

د تیر کال په ورستیو کی د بارسلونا په ښار کې د موبایلو په نندارتون کې د کوریا مشهوره کمپنۍ (LG) هم د خپل نوي زیرک ټلیفون جې ۵ څخه پرده پورته کړه، دغه ښایسته موبایل ۴ جي بي ریم یا موقته حافظه او همدارنګه  ۳۲ جی بی دائمي حافظه درلودنکی دئ، چې په څنګ کښی ۱۶ میګاپیکسل د شا کمره او ۸ میګاپیکل د مخ کمره په کي لګول شوي ده، د نورو عمده صفاتو تر څنګ دغه پیاوړی موبایل د نوي انډروید ۶.۰ څښتن هم دی. چي البته د قیمت په لحاظ در هر چا د وس کار ندی، نو ځکه کمپنی هغه کسانو ته چي د یادي کمپنی تولیدات خوښوي، همدغه جي ۵ په لږ توپیر په ارزانه بیعه وړاندي کوي.

 

دغه نوی جي ۵ لائیټ چي تقریبا کټ مټ د خپل مخکښ په څیر شکل او شمایل لري لیکن په دننه کي لږ شانته فرق پکی شته چي البته د بیعې په تناسب د هغه کسانو لپاره چي د ال جې زیرک ټلیفونان خوښوی، یو ښه چانس ده، چي نسبتاْ به ارزانه بیه د جي لائیټ ۵ څښتن شي.

 

د یو چیني ویب سایټ TENNA په پاڼه کي د G5 Lite په هکله دغه معلومات وړاندي شوي :

جي لائیټ ۵ د ۶۵۲ اسنپ دراګون چیپ لرونکی ده چي څلور لومړنۍ هسته یې کورټکس ای ۷۲ (Cortex-A72) او څلور ورستنۍ هسته یې کورټکس  ای ۵۳ (Cortex-A53) جوړه شوي ده، ګرافیکي عمل کوونکی یې Adreno 510 چیپ ده چي د ۵.۳ اینچه سکرین لپاره یو مناسب QHD رزلوشن وړاندي کوي.

 

نور مشخصات یې لکه د خپل مخکښ په شان ۱۶ او ۸ میګاپیکسل کمره ، انډروید مارشمالو یعنی ۶.۰ او د ویډیو اخیستلو کیفیت یې هم ۲۱۶۰ پی ده ، چي په مخکنې هغو کي دا یو عمده ستونزه وه ، لیکن په دي سیټ کي دا ستونزه حل شوي ده.

تقریبا نور صفات او خواص یې د اصلی جی ۵ غوندي دي او یواځینی عمده توپیر یې د ریم چی ۳ جی بی ده او اسنپ دراګون چیپ ده چې په جی پنځه کې ۸۲۰ چیپ کارول شوی دئ. او قیمت یې کیدای شی د ۶۰۰ آمریکایې ډالره پوري وي.

lg

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button