د کندهار وحشيانو يو بل تنکی ځوانيمرګ کړ!!!

خالد هادی

د کندهار د وحشيانو لخوا د بشيراحمد ريان وژل کيدلو سخت خوابدی کړی يم.

انجنيرصاحب عبدالله ګل ريان او درنې کورنۍ و دوستانو ته يې له الله ﷻ څخه د زړه صبر غواړم.

له ټولو دوستانو مي هيله داده چي په دې اړه په شخصي ګروپونو او پيغامونو بسنه ونکړي او دا موضوع تر هغه وغندي چي فاسد حکومت يې منلو او بخښني غوښتلو ته حاضر سي او عاملينو ته يې سزا ورکړه سي.

شهيد ريان د کندهار پوهنتون د دري ادبياتو د څلورم کال محصل وو، د وروستۍ ازمويني پر مهال يې د پوهنتون ادارې ته خبر ورکړی چي د پوليسو لخوا څارل کيږي.

تر ازمويني وروسته د تورو ښيښو موټر ورته دريږي، ملګری يې وهل کيږي او بشير موټر ته پورته کوي او ترې تم کيږي.

د کندهار پوليس يې په غير رسمي توګه نيول او ساتل مني او د ازاديدلو وعده ورکوي خو بشير ريان پرون د سپين بولدک په ولسوالي کي په داسي حال کي موندل کيږي چي د وهلو او شکنجې نښي او د برېښنا د شارټيو نښانې پر پاته دي او روح يې سپارلې ده.

ريان محصل و، ليکوال و او د ژورناليزم په برخه کي يې رضاکارانه کار کاوه.

پوښتنه داده چي بشير ريان چا ونياوه؟

په څه تور يې ونياوه؟

ولي يې وواژه؟

کندهار د شرمښانو په منګولو کي دی، دا شرمښان پر هيڅ چا رحم نکوي.

#‏عدالت‬ له کندهاره کډه کړې

موږ خپل ولس ته عدالت غواړو!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button