ارواښاد استاد (ریان) یو الګو شخصیت و

سید سعید
ډیر تفاوت شته په انسان کي دمعنی په لحاظ 
واړه لګیا دي ځیني ځان ځیني جهان جوړي
 
عدم او وجود، وجود او عدم کائیناتو کي د ټولو اجسامو او اشیاوو د واحد وجود دوه متضاد اړخونه دي،د اضدادو د مذکوري اجتماع څخه یوازي او یوازي دکائیناتو خالق او پالونکی ازلي او ابدي څښتن مستثنی دی نور ټول مخلوقات په همدې صفت موصوف دي.په بل عبارت وجود دعدم دوهم نوم دی او عدم د تلپاته وجود پیل دی.
نیکمرغه هغه څوک دی چي وجود یې  دبشریت دسوکالۍ او اصلاح سبب شي او د عدم په خبر یې لیدلي ا ونالیدلي سترګي لندې شي،خو دزړسوي وړ بیا هغه کسان دي چي وجود یې په مځکه کي د فتنې دوجود باعث شي او په عدم یې دخدای جل جلاله مخلوقات د خوشحالۍ احساس وکړي.د بني نوع په وجودي نړۍ کي د نیکمرغه او بدمرغه پیل له قابیل او هابیل څخه شروع شوی او همدې لړۍ ترمعاصري نړۍ پوري مختلف پړاونو وهلي دي.
د عدم او وجود له بشري کاروان سره هره ورځ د بې حسابه هستیو وجود اعلانیږي او همدارنګه هره ورځ ترحساب تېري هستۍ له وجود سره مخه ښه کوي.دې وروستیو کي زموږ داسمان له مداره د جهاد،تعلیم او فرهنګ یو ځلانده ستوری راولوید.هو! زموږ له منځه دجهادي او فکري مبارزې یوه لویه هستي له نیستۍ سره مخ شوه،دغه لویه هستي په بشري ټولنه کي د عبدالله ګل ریان په نوم مسمی وه چي په نیستۍ یې موږ له ډیرو ګټو بې برخي شولو، الله تعالی دي دوی ته خپله رضاء او لقاء ور په برخه کړي.
ارواښاد استاد انجنیرعبدالله ګل ریان صاحب د ګران هیواد نومیالی عالم،مجاهد،لیکوال،مترجم، څیړونکی او ټولنیز شخصیت و،په ۱۳۳۲هش کال د غزني په قرباغ کي دنیا ته راغلی او د۱۳۹۵هش کال دثور دمیاشتي په ۹مه نیټه یې دسرطان د ناورغۍ له امله د هجرت په دیار کي خپله اروا ملک الموت ته وسپارله او له فاني دنیا ګۍ څخه دبقاء وښکلي نړۍ ته وکوچید.
انا لله وانا الیه راجعون!
استاد ریان افغانستان کي دکمونیزم د کرغیړني ایډیالوژۍ پرضد هغه ځوان مبارز و، چي دوه واره د کمونیزم په وحشي زندانونو کي بندي او په اعدام محکوم شو، خو لوی رب دخپل حکمت له مخي دمزید خدمت لپاره دواړه واره د دښمن له منګولو وژغوره،استاد دکمونیزم په خلاف جهادي بهیر کي هجرت وکړ، دهجرت په مهال او د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب وروسته کابل کي په ګڼو جهادي، سیاسي او فرهنګي دندو پاته شو،په بیلابیلو چاپي خپرونو کي یې مقالې چاپ شوې،په مختلفو کنفرانسونو، سیمنارونو او راډیویې پروګرامونو کي یې علمي او جهادي بیانونه وکړل.
استاد کابل کي دمجاهدینو ترمنځ دخپلمنځي نښتو په مهال رسمي دنده ترک کړه او د غزني په  نور المدارس کي یې  د ښوونکي ویاړلې وظیفه پیل کړ.
استاد ریان د طالبانو داسلامي تحریک په لومړیو کي په دغه خوځښت کي خدمت پیل کړ،د کندهار پوهنتون د عمومي رئیس،د کابل پوهنتون د طب انستیتیوت درئیس او د بهرنیو چارو وزارت کي د څلورم سیاسي ریاست د رئیس په توګه یې دندي ترسره کړي دي.
استاد ریان رحمه الله  پرافغانستان دامریکایې یرغل څخه وروسته یو ځل بیا هجرت وکړ،د هجرت په دیار کيیې په تعلیمي او فرهنګي ډګر کي نه هیریدونکي خدمتونه ترسره کړل،پر دیني، جهادی، تاریخي،فکري، او ټولنیزو موضوعاتو یې ګڼ شمېر کتابونه او مقالې تصنیف او ترجمه کړې.
استاد دصبر غر او داستقامت منار و:
استاد دزمان او مکان په مختلفو سختو او امتحاني حالاتو کي په سیده لاره باندي استقامت وکړ، د سنګر او دفتر ډیر ملګري یې د امریکایې یرغل په ډالري لسیزه کي له سیده لاري واوښتل او تر امریکایې بیرغ لاندي یې د بل ډول ته اتڼ وکړ،استاد ته دې لار ورکو انډیوالانو پیغامونه واستول چي که ورشي په دې او هغه دنده به کار ورسره وکړي،د هجرت او غربت له سختیو به خلاص شي،خو استاد پر ډالري معاش،خارجي سفرونو او عیشونو دقرضونو تربوج لاندي د مسکنت ژوند ته ترجیح ورکړه.
استاد له خپل پراخ مقبولیت،شهرت او د ندو څخه شخصي استفاده ونه کړه،د قوت لا یموت ژوند یې کاوه او دژوند تر پایه کرایې کور کي واوسیده،استاد دیادي شوي تش لاسۍ سره سره داسي صبر درلود چي په ژبه او څېره یې دغربت اثار نه ښکاریدل، دومره مطمین به و، تابه ویل چي داسبابو په معاصره نړۍ کي د هیڅ شی له کمي سره نه دی مواجه.
د استاد ریان تسلیم او رضاء:
د استاد له وفات څخه ټیک یوه میاشت مخکي داستاد کشر زوی بشیراحمد ریان کندهار کي دچنګیز دځایناستي جنرال رازق له لوري تر دوې میاشتي بند وروسته په شکنجو کي شهید شوی و، خاورو ته وسپارل شو. استاد ریان مسافرۍ کي د ناروغۍ پر بستر پروت و چي د ګران زوی شهید بشیر په شهادت خبر شو، استاد په دغه حالت کي دالله تعالی پر قضاء خپله رضاء په دې الفاظو بیان کړه:« د سرطاني لومړني تومور دبیماري د درملني په هیله او دډیرو ټیستونو او سکینونو په ګڼه ګوڼه کي،نژدي یوه میاشت په لاهور کښي پاته شوم.کشرزوی مي – بشیر احمد ریان – په کندهار کي بندي و.مشر زوی مي -عبدالواحد ریان – تل دهغه د ژر خلاصون تسلاء راکوله.
دمسافري یوه ورځ – د۱۳۹۵هش کال، د حمل دمیاشتي اتمه ڼیټه- مازدیګريي دایمان او توکل په رڼا کښي،په لوڅو او لنډو تورو راته وویل: د تقدیرخبره ده، بشیرشهید سوی دی .دانساني عاطفي په غوښتنه مي بدن ولړزید خو د – انا لله وانا الیه راجعون – مبارکو تورو په تکرار مي اختیار پردی نشو.له ځان سره مي وویل :که زه دکمونستانو په بند کښي چي په اعدام محکوم شوی وم ،شهید کړای شوی وای،بشیراحمد څه چي يو زوی به مي هم نه و.یا که اوس، خدای مکړه ،دا شهید زوی مي، په داسي مرګ مړ شوی وای چي په دعا او فاتحه يي شرمیدلای، بیا به مو څه کول،اوس خو الحمد لله هغه د عزت مړینه يي په برخه شوه چي هرمسلمان يي دځان لپاره غواړي او»
د استاد دشفقت او سخاوت یوه بېلګه او خاطره:
تقریبا یوه لسیزه وړاندي له خواږه ملګري باختر میوند وال صاحب سره داستاد ریان کورته ولاړم،په لومړني ملاقات کي مي داستاد مهرباني،اخلاص او د ځوان کهول دروزني حرص حس کړ،څه وخت وروسته مي استاد ته دلیکني په نوم څو کرښي د اصلاح په موخه وړاندي کړې،استاد غلطۍ راته اصلاح کړې،خو ورسره یې  ډير زیات تشویق کړم، ورپسې مي یوه بله ماته ګوډه لیکنه وښوده،استاد زما د هڅوني په موخه لیکنه دومره خوښه کړه، ویل یې بس هیڅ کمی پکي نشته، دنشر وړ ده، څرک مجلې ته به یې د خپریدو لپاره واستوم، کله چي مي په څرک کي خپله لیکنه ولیده، ډیر خوشحاله شوم،لیکنه چي مي ولوستله دوې درې تېروتني چي زه نه پرې پوهیدم، استاد راته اصلاح کړې وې او بیا یې اصلاح شده لیکنه مجلې ته لیږلې وه.
ورپسې مي د استاد د لارښونو، مشورو او هڅوني له برکته په ځینو خپرونو کي دنشر لپاره دڅه لیکلو زړه وکړ، که کومه لیکنه مي د مهربان خدای جل جلاله په حضور کي مقبولیت ومومي،الله تعالی دي مو ټولو کړنو اوهڅو ته د خپل بې مثاله فضل وکرم له مخي د قبول شرف ورپه برخه کړي، باوري یم چي په ثواب کي به یې داستاد ریان  ځانګړې برخه موجوده وي.
د ۲۰۰۸ز،کال لومړیو کي استاد راته ویل چي په اوسني وخت کي لیکوالي بې له کمپیوټره نه کیږي،زما زامنو د دوکان لپاره کمپیوټرونه اخیستي دي، قیمت یې څلور زره دی،یو کمپيوټر پکي خوښ کړه،له دې امله چي کمپیوټرونه مو دمضاربت په پیسو اخیستي دي،که مو پیسې خپلي وای خو څه خبره نه وه، نوپه میاشت کي زر- زر  ورکوه، څلورو میاشتو کي به یې قیمت اداء شي او یا څلور میاشتي وروسته بیا پیسې ورکړه.
له استاد څخه مي داسي څه واوریدل چي نه مي وو اوریدلي:
له مرحوم استاد څخه مي د ټولنیز ژوندانه په اړه داسي څه زده او اوریدلي چي دژوند په مختفلو برخو کي یې ګته راته کړې ده،له استاد څخه مي په هره ناسته کي پر ادبي،تاریخي،جهادي او مذهبي موضوعاتو بیل بیل بحثونه، تحلیلونه اونوي خبري اوریدلي دي، د بېلګې په توګه ددې لیکني پر مهال چي مي ذهن ته راځي،استاد ویل چي نوی ساینس له دین سره ټکر نه لري،خلګ چي تېر وتلي دي چي ساینس له دین سره په مخالفت تعبیروي،فقط دومره توپیر  پکي شته چي دین کائیناتو کي دعدم او وجود،تخلیق او تکوین حکمت بیانوي، اما ساینس بیا دهمدې شیانو علت توضیح کوي.داستاد وینا ده چي د نفس له لوري هڅونو ته حوادث او د شیطان له خوا خیالونو ته وسواس ویل کیږي.شیطان دانسان همیشنی دښمن دی،خو نفس له اماره څخه په لوامه،مطمئنه،راضیه او مرضیه بدلیږي.د استاد دقیمتي خبرو له جملې څخه یوه داچي په کار اوتعلیم کي فطري استعداد،شوق او زیار ګالل د بریالیتوب عمده ټکي دي.
د استاد ریان رحمه الله  ارمان:
استاد ریان ددې ارمان درلود چي یوه داسي عملي اداره جوړه کړي چي دیني او عصري علوم په متوازي ډول پکي تدریس شي،استاد ویل داسي یوه اداره مي جوړه کړې چي د دولسم فارغ به یې پر یوه وخت هم د کانکور امتحان ورکولای شي او هم به ددې جوګه وي چي لویه دوره وکړي،خو پر مځکه نه،بلکي خلا کي واقع ده.د جهاد او دعوت د ډګر مبارزین په تېره مشران او رهبران باید داستاد دغه ډیر ګټورارمان پوره کړي،ذهني وجود ته یې عملي او عیني بڼه ورکړي،ګټه به یې داوي چي له دښمن سره د مقابلې لپاره به مو په علمي او فکري میدان کي هم د داسي کسانو ښوونه او روزنه ترسره کړې وي،چي په علم،کتاب او قلم هم له خپلو ارزښتونو او علیا مصالحو څخه ننګه وکړي او هم د یرغلګرو پر شومو پلانونو او نیرنګونوکاري ګوزارونه وکړي.
د استاد ریان لیکلي او ژباړلي چاپ او ناچاپ اثار:
1.     شمۀ ازشکنجه هاي مشهود درمحابس افغانستان. ١٣٥۹
2.     مارکسستها چه کردند؟
3.     چي وموليدل، نو ومومنل
4.     اسلامي علمي نهضت
5.     نبوي ژوند. دوه ځله چاپ سو
6.     زرينه لړۍ .
7.     د ژوند راز اودخاطراتوجهان – اهتمام
8.     مسلمان ساينس پوهان
9.     څرنگه مطالعه وکړو؟
10. څرنگه امتحان ورکړو؟ (له څرنگه مطالعه وکړو) سره يوځاى چاپ سوه.

ژباړی

1.     خورې مه ژاړه- له فارسي شعرڅخه
2.     داخترونومسئلي . – له اردوڅخه
3.     دجمعې دلمانځه مسائل . – له اردوڅخه
4.     دمسجدونومسئلې – له اردوڅخه
5.     دموزو مسئلې – له اردوڅخه
6.     دماثوره خطبو ټولگه- له اردوڅخه
7.     دشرک او بدعت مسئلې- له اردوڅخه
8.     نن الله تعالى ناراضه دى – له اردوڅخه
9.     دقرآن اولمانځه برکتونه- له اردوڅخه –
10. دصهيونيزم دروغجنه ډرامه” هلوکاسټ” – له انگليسي څخه –
11. په تصوف کښي څولارښووني.- له اردوڅخه –
12. دغسل مسائل – له اردوڅخه –
13. داوداسه مسائل . – له اردوڅخه
14. عقيده ،عبادت اوسلوک – له فارسي څخه ـ ١٣٨٨هـ ش
15. تحفة النکاح – فارسي ته – ١٣٨٨ هـ ش ـ
16. مسائل عمره – له اردوڅخه –
17. دميرمنو دحج مسائل – له اردوڅخه
18. مسائل ميت (له اردوڅخه)
19. دسفرمسئلې(له اردوڅخه)
20. آسانه لمونځ – له اردوڅخه
21. تصوف اوسلوک.- له اردوڅخه
22. سيرالقمروعيدالفطر.- له اردوڅخه- له مسلمان ساينس پوهانوسره يوځاى چاپ سوه.
23. مسنوني دعاوي.
24. دمور او پلار نافرماني- له فارسي څخه
25. دجنت ستاينه – له فارسي څخه
26. علاج باقرآن – فارسي ته
27. دگران نبي خوږې دعاگاني – له اردوڅخه
چاپ ته تيارکتابونه
1.     مسلمانه ميرمن – ليکنه
2.     فلسطين دتاريخ په اوږدوکې – ليکنه
3.     طالبان دافکاروپه تله کې- ليکنه –
4.     روح او روحيات( تاليف- ١٣٨٩ جدي) په آذان مجله کي يي دوي برخي خپري سوې.
5.     ليدلي نړۍ”جهانِ ديده” ژباړه
6.     دبري اوماتي لاملونه- سرطان ١٣٨٩هـ ش-غوراوى او ژباړه
7.     ټوټه وړه ده خودسرو زرو تکړه ده- له اردوڅخه غوراوى او ژباړه
8.     خلاف يا اختلاف – له عربي څخه
9.     علوم القرآن .- له اردو څخه ژباړه ،١٣٨٨عقرب
10. دنيکمرغۍ لټون – ژباړه
استاد چي په لسهاوو کتابونه یې لیکلي او ژباړلي دي، د ځان په اړه یې څه نه دي پکي لیکلي،استادریان رحمه الله پنځه کاله مخکي راته ویل چي عمر یې ۶۳ کالو ته ورسیږي،بیا به خپل ژوند لیک خپروي، داستاد له دې خبري داسي معلومیده چي تر نبوي عمر د زیات ژوند ارزو نه لري، دتقدیر پریکړه وه چي استاد د۶۳ کلونو په عمر داجل داعي ته لبیک ووایه.
ارواښاد استاد انجنیرعبدالله ګل ریان صاحب تکړه عالم،نومیالی مجاهد، برلاسی لیکوال،خوږژبی ژباړن،فصیح داعي،مهربان استاد،نه ستړی کیدونکی میلمه پال،د صبر غر،د استقامت منار او د ګڼو نورو نیکو صفاتو څښتن یو الګو شخصیت و.
الله تعالی دي مرحوم استاد ریان ته خپله رضاء،لقاء او عالي مقامات ورکړي اوکورنۍ ته یې دي جمیل صبر،جزیل اجر او د دارینو سعادت ورنصیب کړي. امین یارب العالمین!
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button