په سايکس پيکو سل کاله تیر شول، خو د اسلامي نړۍ تقسيم روان دی

پرون د می په۱۶ د سايکس پيکو تړون سل کاله پوره شول، د ۶ ۱۹۱ کال د می په ۱۶ د لومړۍ نړیوالي جګړې په مهال بريتانيا او فرانسې یو پټ تړون لاسلیک کړ، چي له مخي د عربۍ نړۍ او منځني ختيځ سیمي د عثماني خلافت تر نړېدلو وروسته سره وویشي، په دغه تړون کي تزاري روسیه هم شامله وه او غوښتل يې، چي د ځان لپاره په منځني ختیځ کي د نفوذ ساحه معلومه کړي، خو تر تقسیم وړاندې ورڅخه ووتله.

دغه تړون د بريتانوي ديپلومات او سياسي مشاور مارک سايکس او فرانسوي ديپلومات او سياسي مشاور فرانسوا ژرژ پيکو ترمنځ لاسلیک شو او د روسيې د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر سرګي سازونوف هم لاسلیک پرې کړی و.

ددغه تقسیم له مخي سوریه، لبنان او د عراق تر موصل پوري د فرانسې او عراق، اردن او فلسطین د بریتانیا تر تسلط او نفوذ لاندې شول، د شمالي افريقا عربي هیوادونه که څه هم په دغه تړون کي دا خل نه وو، خو هغه سیمي هم په دوو برخو وېشل شوې وې، مصر د بریتانیا تر نفوذ لاندې او په مراکش، الجزائر او تونس باندې فرانسه مسلطه وه.

دا تړون د هغو وعدو خلاف و، چي عربو ته د یوه مستقل هیواد د جوړولو په اړه ور کړل شوې وې، بریتانیا په ۱۹۱۰ لسيزه کي عربو ته ویلي و، که د عثماني خلافت په ضد بغاوت وکړي، نو د خلافت په سقوط سره به دوی استقلال ته ورسیږي، خو د عثماني خلافت تر سقوط وروسته دغه وعدې پوره نشوې او استعمارګرو په عربي نړۍ د خپل نفوذ پراخولو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوله.

په ۱۹۱۷ کي په روسیه کي تر کمونیستي انقلاب وروسته کمونيستانو ددغه تړون یوه نسخه وموندله او ددغه تړون راز یې افشا کړ، چي په دې سره عرب مشران او په ځانګړې توګه شريف حسین (چي بريتانیا په دې تمه د عثماني خلافت په ضد بغاوت ته وهڅاو، چي که خلافت سقوط وکړي، بريتانیا به له ده سره دداسي عرب هیواد په جوړلو کي مرسته وکړي، چي پولي به يې خپله دی ټاکي   ) سخت په غوسه او دغه تړون یې وغاندو او بريتانیا دې ته اړ شوله، چي په تړون کي تغیر راولي، چي له امله یې اوسني عرب هیوادونه په وجود کي راغلل، خو دغه هیوادونه د استعمارګرو له نفوذ څخه ونه وتل.

د سايکس پيکو تړون که څه هم په بشپړه توګه عملي نشو، خو ددغه کرغېړن تړون اغيزي اوس هم عرب حس کوي، دغه تړون په سیمه ستر اثر وکړ او د اوږد مهاله جګړو لامل شو، چي تر اوسه یې په اور کي مسلمانان سوځي.

اوس داسي انګېرل کیږي، چي په عراق، سوریه او … کي اوسنۍ جګړې د نوي سايکس پيکو نظام د پلي کولو هڅي دي، خو یوازي يې لوبغاړي بدل دي، اوس مهال امریکا او روسیه د اسلامي نړۍ د ټوټې شوي وجود د بیا ټوټې کېدلو په هڅو بوخت دي، لیکن دا ځل یوازي عرب هیوادونه – نه بلکه د ټولي اسلامي نړۍد نوي تقسيم لپاره کار روان دی.

په ۱۹۸۳ کي د امریکا کانګریس په یوه پټه غونډه کي د اسلامي هیوادونو د تقسیم یوه طرحه تصویب کړه او دا يې د امریکا د نوې سياسي استراتيژۍ یوه برخه وګرځوله، چي په افغانستان او عراق له امریکايي یرغل سره ددغې طرحې د پلي کولو لپاره عملي او مستقیم کار پيل شو.

روسیه ، چي اوس تر یوه حده په پښو درېدلې، غواړي په اسلامي هیوادونو او د امریکا د نفوذ په ساحو کي خپل نفوذ قائم کړي او په دې سره دواړه استعمارګر هیوادونه د خپل تسلط لپاره بيلي بیلي سیمي تر خپل کنترول لاندې راولي، لکه اوس چي یې موږ په سوریه، عراق، ليبیا او … کي وینو.

موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button