د سرپل مشران، جنرال دوستم د خلکو کورونه لوټ کړي

د سرپل ولایت قومي مخور او مشران وايي، په دغه ولایت کي د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم د عملیاتو په پلمه د خلکو کورونه او مالونه لوټ کړي دي.

ددغه ولایت د سیداباد سیمي یوشمېر مخور او قومي مشران د مزار شریف ښار ته راغلي وو او د دوستمي ملېشو له جنایتونو څخه يې شکایت کاوو.

دوی ویل، دوستمي ملېشو د خلکو کورونه لوټ کړي، عام وګړي يې وهلي ډبولي او آن ددوی په ښځو يې ډزي کړي دي.

دغو مشرانو له رسنیو هم ګيله لرله، چي ددوی غږ تر ولس نه رسوي، څوځله یې له تلويزونونو او رادیوګانو سره اړیکي نیولي، ترڅو د دوستمي ملېشو ظلمونه تر ولس پوري ورسوي، خو چا يې غږ وانوریدو، چي له همدې امله دوی اړ شول مزار شریف ته مخه کړي.

هغوی ویل، چي د عملیاتو تر نامه لاندې قومي دښمنۍ پالل کیږي او بې له کوم جرمه پښتانه مشران او مخور وهل کیږي او بې عزته کیږي.

د سرپل خلک ادعا لري، چي دوستمي ملېشې دغه عملیات یوازي او یوازي د ولس په ضد ترسره کوي او په عملیاتو کي یوازي ولسي وګړي متضرر شوي دي.

تیر کال هم دوستمي ملېشو په سرپل ولایت کي د عملیاتو په مهال ګڼ کورونه وسوځول او خلکو ته یې زیات زیانونه ور واړول.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button