دعقائدو په اړه خپلو ملګرو ته د امام ابوحنیفه رحمه الله وصيتونه(۲)

فصل نقر بانّ الاعمال ثلثة فريضة وفضيلة ومعصية فالفريضة بامرالله ومشيّته ومحبّته ورضآئه وقضآئه وتقديره وارادته وتوفيقه وتخليقه وحکمه وعلمه وکتابته فی الّوح المحفوظ وامّا الفضيلة فليس بامرالله تعالی ولکن بمشيّته وبمحبّته ورضآئه وقضآئه وتقديره وتوفيقه وتخليقه وارادته وحکمه وعلمه وکتابته فی الّوح المحفوظ وامّا المعصيّة ليست بامرالله تعالی ولکن بمشيّته لابمحبّته وبقضآئه لابرضآئه وبتقديره لا بتوفيقه وبخذلانه ويؤخذبها لانّه فی علمه وکتابته فی الّوح المحفوظ .

دريم فصل: موږ په دې اقرار کوو چي دبندګانو سره تړلي کارونه درې ډوله دي فرضي، غوره او د ګناه عملونه.

فرضي اعمال دالله تعالی په امر، اراده، مينه، خوښه، فيصله، اندازه، اراده، توفيق، پيداکولو، علم او په لوح محفوظ کي په ليکلو سره دي.

غوره کارونه دالله په امر نه، بلکه د الله تعالی په خوښه، محبت، قضا، تقدير، توفيق، تخليق، فيصله ، علم اوپه لوح محفوظ کي د ليکلو سره تړلي .

دګناه کارونه د الله تعالی په امر سره نه وي خو په اراده سره يې وي، په محبت سره يې نه بلکه په قضا سره يې وي ، په رضا اوخوښه سره يې نه بلکه په تقرير سره يې وي، په توفيق سره يې نه وي، خوپه خذلان اوښويدلو سره يې وي او د الله تعالی له لوري پرې نيول کيږي ځکه د الله په علم کي وي اوهم يې په لوح محفوظ کي ليکلي وي .

فصل نقّر بانّ الله تعالی علی العرش استوی من غير ان يّکون له حاجة واستقرار عليه وهو الحافظ للعرش وغير العرش فلوکان محتاجاماقدر علی ايجاد العالم وتدبيره کالمخلوق ولوصارمحتاجا الی الجلوس والقرار فقبل خلق العرش اين کان فالله تعالی منزّه عن ذلک علوّا کبيرا .

څلورم فصل: موږ په دې اقرار کوو چي الله تعالی په عرش استوی کړي بې له دې چي هغه ورته اړ دی اويايې ورباندي استقرار شته، الله تعالی د عرش او د عرش بغير د ټولو حافظ دی که عرش ته محتاج وای لکه مخلوق بيابه د عالم په پيدايښت اوسمبالولو نه وای توانيدلای، که ناستي اوقرار ته اړ وای نو د عرش له پيدايښت وړاندي الله تعالی کوم ځاي کي و، الله تعالی له دې څخه پاک اوسپيڅلی دی په لويې لوړتيا سره.

فصل نقرّ بانّ القران کلام الله تعالی ووحيه وتنزيله وصفته لاهو ولاغيره بل هو صفته علی التّحقيق مکتوب فی المصاحف مقروّ بالالسن محفوظ فی الصّدور من غيرحلول فیها والحروف والحبر والکاغذ والکتاب کلّها مخلوقة لانّها افعال العباد وکلام الله تعالی غير مخلوق لانّ الکتابة و الحروف والکلمات الايات کلّها الة القران لحاجة العباد اليه وکلام الله تعالی قائم بذاته ومعناه مفهوم بهذه الاشيآء فمن قال بانّ کلام الله تعالی مخلوق فهوکافر بالله العظيم والله تعالی معبود لايزال عمّا کان وکلامه مقروّ مکتوب ومحفوظ من غير مزايلة عنه.

پنځم فصل: مونږ اقرار کؤ يقينا چي قران د الله تعالی کلام دی د الله تعالی وحيه اودده له لوري استول شوی او دده صفت دی، داسي صفت چي نه ورسره عين اونه ورڅخه بيل دی په حقيقت سره، قرآن کریم په سپاروکي ليکل شوی په ژبو ويل کړای شوی اوله حلول نه پرته په سينوکي ساتل شوی دی، د قرآن کريم توري، رنګ، کاغذ او ليکل ټول مخلوق دي ( نوي پيداشوي) ځکه داټول د بندګانو کارونه دي، د الله تعالی کلام مخلوق نه دی ولي ليکل، توري ، کليمې او اياتونه داټول د قرآن اسباب دي ځکه چي بندګان ورته اړدي.

د الله تعالی خبري اوکلام دده په ذات پوري قائم دی اومعنی يې له دغوشيانو( تورواوکلماتو) څخه فهميږي.

که څوک داخبره کوي چي د الله تعالی کلام مخلوق دی نو هغه په الله تعالی کافر دی.

الله تعالی به تل معبود وي لکه چي هميشه ؤ اوکلام يې لوستلی، ليکلی اوياديدلای شي بې له دې چي د الله تعالی له ذات څخه بيل شي.

ژپاړن: موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button