ولایتي شورا، هلمند سقوط ته نږدې دی

د هلمند د ولایتي شورا غړي او مشر وایي، چي که په ۲۴ ساعتونو کي ورسره مرسته ونشي، کېدلی شي دغه ولایت دطالبانو په لاس سقوط وکړي.

ددغه ولایت د ولایتي شورا مشر کریم اتل په یوه خبري کانفرانس کي وویل، چي اوس مهال امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د مقابلې توان نه لري.

د اتل په خبره، چي په دغه ولایت کي سختي جګړې رواني دي، چي په ترڅ کي یې ۶۸ تنه عسکر ټپيان او وژل شوي او ګڼ شمېر امنیتي پوستې یې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي ویلي، که په ۲۴ ساعتونو کي نور عسکر ور ونه ليږل شي، موږ به د لښکرګاه د سقوط شاهدان یو.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجیداخندزاده هم خبرداری ورکړی، چي که مرسته ور ونه رسیږي، دغه ولایت به سقوط وکړي، د اخندزاده په خبره، په دغه ولایت کي له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسي وضعیت ډیر خراب شوی دی.

له بله پلوه یوې امنیتې سرچينې ویلي، چي په دغو جګړو کي ۸۰ تنه عسکر ټپیان او وژل شوي او ۲۲ پوستې طالبانو نیولي دي.

طالبانو د لښکرګاه په ګډون د نهرسراج، ، سنګين، نادعلي او ګرشک څخه د جګړو خبر ورکړی او ویلې دي، په جګړو کي یې لسګونه عسکر وژلي او پراخي سیمي یې ورڅخه پاکي کړي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button