فاریاب ګرزیوان کې طالبانو ۶ پوستې نیولي

عزم : (چهارشنبه، چنګاښ ۲مه ۱۳۹۵ل): د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ د تګابشان سیمه کې تېر مازدیګر وسله والو طالبانو د حکومتي عسکرو په پوستود درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي.
د سیمې یوتن سردار ولي وایي ، د ګرزیوان ولسوالۍ په تګابشان سیمه کې د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ سخته جګړه دوام لري چې تر دا مهاله طالبانو ۶ پوستې نیولي او په کې ۸ تنه عسکر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
طالبانو عزم ته په لیږلي ایمیل کې ویلي، دوی د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې له دښمن څخه ۶ پوستې نیولي چې په کې د دښمن ۶ تنه عسکر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
طالبان وایي ، د وژل شویو عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.
طالبان وایي په یاده جګړه کې له دښمن څخه یو پیکاماشیندار ، ۲ راکټونه ، ۵ کلاشنکوفونه ، ۲ مخابرې ۴ موټرسایکلونه اونورمهمات مجاهدینو غنیمت کړي دي.
په یاده جګړه کې طالبان د خپلو ۲ ملګرو د وژل کیدو او ۴ تنو ټپې کیدو خبر مني.
سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.
اصف افغان