کوچيه بختور يې ، بريمن شوې ، شهادت دې مبارک شه

ځواکمن طالب
کوچيه بختور يې ، دخپل عمر ډيره برخه دې دجهاد په سنګرونو او د رباط په مرکزونو کې تېره کړه، هغه چې يوه ورځ يې په نورو ځايونو کې دزرو ورځو له عبادت څخه غوره ده..
كوچيه نيکمرغه وې اوږده موده دې د جهاد او قتال في سبيل الله په ليکو کې تيره کړه هغه چې يوه ګړۍ يې دشپيتو او اويا کلونو له عبادت څخه غوره ده، يو ساعت يې دحجر اسود په څنګ کې دقدر شپې له موندلو څخه بهتره ده، يوه غدوه او روحه يې له دنيا او مافيها څخه غوره ده…
کوچيه بختور يې ، دالله په لاره کې به دې په څومره لوړو ژور مزلونه کړې وي؟ څومره به دې قدمونه ګردجن شوي وي ؟ څومره به وږی شوی او تږی شوی يې؟ څومره به دې شوګيرونه کړې وي؟ څومره به دې ستړياوې او تکليفونه ګاللي وي؟….. دا به دې ټول د حسناتو او صالحو اعمالو په تله کې تلل کيږي.
کوچيه بختور يې ، دالله په لار کې به دې څومره مرمی فاير کړې وي؟ څومره کافران او دهغوی غلامان به دې وژلې وي .
کوچيه بختور يې ، د مخلوقاتو د شرير ترينو مفسدانو خوارجو په ضد دې هم دقتال سعادت په برخه شو، او ډير مسلمانان دې دهغوی له ظلم او فسادڅخه وژغورل او دا نبوي زيری دې په برخه شو چې طوبی لمن قتلهم او قتلوه.
کوچيه بختور يې چې له فتنو څخه ډک په دې عصر کې چې ځوانان په خواهشاتو نه مړيږي تا دسنګر لار نيولې وه، په ځوانی کې دې عبادت او جهاد کاوه ..
کوچيه نيکمرغه يې ، تا په تش لاس له معاصر دجالي طاغوت څخه بغاوت کړی وو، حال دا چې ډير زورور ورته په سجده پراته دي..
کوچيه مبارک دې شه همدا سعادت دې بس دی، چې د دجال په دوزخي توغندي (هيل فاير) سوځيدل دې قبول کړل خو دهغه په وړاندې دې سرټيټ نکړ ځکه تا درک کړې وه چې دا په حقيقت کې جنت دی..
کوچيه بريمن شوې بالآخره دې دمعاصر دجال دوزخ ته ورودانګل دوقار تاج دې په سر او دشهادت وياړ دې ترلاسه کړ..
کوچيه بختور يې دقبر له عذاب څخه هم خلاص يې، بنګنې به دې په سر څومره پروازونه کړې وي ددښمن څومره مرمی به په دې سر تېرې شوي همدا امتحان دې بس دی کوچيه په ارام اوده شه.
کوچيه شهادت دې مبارک شه.
يقينا دا هغه ستره بريا، فوز عظيم او فوز کبير دی چې ځوانان بايد له بل سره پکې مسابقه او سيالي وکړي او يقينا چې ستا حالت دغبطې وړ دی..
نحسبک کذلک والله حسيبک.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button