فرانسه کې یوه تن په لارۍ ۸۰ تنه وژلي دي

عزم : (جمعه شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۵ ل): تېره ورځ د فرانسې په نیس ښار کې یوه تن په هغو خلکو چې ملي ورځ یې لمانځله لارې موټر خېژولی ، ۸۰ تنه وژل شوي لسګونه ټپيان شوي دي.
د لاری موټر چلونکي د خلکو په ګڼې ګوڼې باندې په تېز رفتار موټر ور خوشې کړی ، د نیس ښار څارنوال رسنیو ته ویلي ، لارۍ شاوخوا دوو کيلومتره پورې پرخلکو خېژول شوې ده ،او یاد خلک د اورلوبي د ننداري لپاره سره رایو ځای شوي وو.فرانسه
د فرانسې چارواکو په وینا لارۍ چلونکی د پولیسو په ډزو وژل شوی او په لارۍ کې لاسي بمونه هم موندل شوي دي.
د فرانسې ولسمشر فرنسوا اولاند یاد برید یو ترهګریز برید بولي او وایي د ترهګرو خلاف جګړه به نوره هم سخته کړي.
ولسمشر اولاند درې مياشتې بېړنی حالت اعلان کړی او لس زره نور امنيتي ځواکونه يې د امنيت او څار په موخه نيس ښار کې ځای پر ځای کړي او وایي ، چې فرانسه به په سوريه او عراق کې خپل پوځي شتون نور هم زيات کړي.
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button