دفاع وزارت د ګڼ شمیر وسلوالو د وژلو ادعا کوي طالبان یې ادعا بې بنسټه ګڼي.

عزم : (شنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۵ ل): د ملي وحدت حکومت دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي  چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یې  ۱۴ تنه وسلوال طالبان د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې د هوایي برید او ۱۲ تنه یې د ننګرهار په اچین او خوګیاڼو ولسوالیو کې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي. خو طالبان د دوی ادعا بې بنسټه ګڼي او وایي چې له پرون راهیسې یې د خوګیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو په سنګاني او چوڼۍ سیمو کې پر حکومتي ځواکونو مرګوني بریدونه کړي او د دوی څلور ایم بي ټانګونه یې د سرک غاړې په مائنونو له منځه وړي او ۲۴ تنو عسکرو ته یې مرګ ژوبله وراړلي ده.
د پوځي چارو کار پوهان وایي چې د حکومتي ځواکونو تلفات له هغه وروسته زیات شو چې اشرف غني ورته د تهاجمي تعرضي بریدونو امر وکړ.
په دې نږدې وروستیو کې د ناټو قوماندان هم وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې د افغان عسکرو تلفات د پخوا په پرتله زیات شوي دي.
د پوځیانو د تلفاتو د هغې ارزونې له مخې چې پدې وروستیو کې د ناټو پوځي قوماندانۍ ښودلي اټکل کیږي په روان کال کې به د نورو ټولو کلونو په پرتله د عسکرو او پولیسو تلفات زیات وي.

عبدالوهاب عثماني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button