افغان ځواکونه لاهم لوړ مرال ته اړتیا لري

سره له دې چې افغان ځواکونه د نړیوالو تر چتر او حمایې لاندې راتلونکی ته لاهم ژمن ښکاري.

خو د طالب ځواکونه او امریکایانو تر منځ جګړه هم ورځ تر بلې په توندیدو ده.

. د کارپوهانو په وینا افغان امنیتي ځواکونه دامهال د امریکا په غوڅ ملاتړ دجګړې په لمړۍ کرښه کې حضور لري

امریکایی ځواکونو د روان کال په جریان کې تر ۲۰۲۰ پورې د افغان عسکرو سره د اوګه په اوګه د ملاتړ ژمنه تازه کړه

شنونکي وایی  افغان ځواکونه د پردۍ جګړې  لپاره قرباني ورکوي او افغان عسکر یواځې د امریکایی اهدافو لپاره جنګیږي.

دفاع وزارت هم روان کال د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړېدل مني.

وزارت  د تلفاتو دقیق شمېر په تړاو څه نه وايي.

د ملي شورا یوشمېر غړي بیا وایي، دامنیتی ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او ضعیف مدیریت د دې لامل شوی چې افغان ځواکونه تربل هر وخت زیاته قرباني ورکړي.

سره له دې چې افغان امنیتی او دفاعي ځواکونه دامهال د امریکایانو دغوڅ ملاتړ څخه برخمن دي خو د طالبانو په وړاندې یې ورځ تر بلې د شاتګ خبرونه ورکول کیږي

فرهاد کابلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button