طالبان کمزوري شوي:

نظر محمد مطمین
امریکا، نړیواله ټولنه او افغان حکومت د افغانستان د جګړې تنور ته پطرول ورپاشي. فکر کیدی چې طالبانو جګړې کمې کړي. خو یادو هیوادونو او افغان چارواکو پرله پسې اعلانونه او څرګندونې کولي چې طالبان د جګړي په ډګر کي کمزوري شوي. له دوو ورځو راهیسي طالبانو د هیواد بیلابیلو ځایو کې سختې جګړې پېل کړي. پرون یې د هلمند ولایت د سنګین مهمه ولسوالي ونیوله او نن ورځ یې د کندز د کلا زال ولسوالي ونیوله. له پرون راهبسي چې کوم افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول د دوی د وژنو مسوول او لامل څوک شوو؟ دواړو خواوو ته چې افغانان و وژل شول مسوول او.عامل یې څوک دي؟؟؟
د امریکا د اوږدمهاله ګټو د لاسته راوړلو له کبله افغانان په لوی لاس جګړې کولو ته مجبوره کیږي. او تر ډیره پکې د جګړې قرباني هغه عسکر او پولیس دي چې یواځې د معاش له امله د امنیتي خواکونو لیکو کي تنظیم شوی.
باوری یم چې جګړه نشي ګټلای او نه هم اسانه ده چې یو طرفه شي. یواځی د پردیو.قومانده او اهداف دی. تر څو چې په هیواد کي امریکایې پوځیان او د امریکا … خواره وي. موږ به ښه ورځ ونه ګورو.
راځئ د جګړې پر ځای د سولې او امن لپاره لاس په کار سو. ولسي فشار د بهرنیانو د وتلو او پر ښکیلو جهتوتو راوستل شي تر څو خپلواک او امن افغانستان ولرو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: