طالبانو په ارزګان ولایت کې د دولت ملکي او پوځي ارګانونو منسوبینو ته عفوه اعلان کړه

عزم (چهارشنبه، وږی ۱۷مه، ۱۳۹۵ل ): له پرون راهیسې طالبانو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې څلور ستر پوځي پنډغالي او ۳۶ پوستې نیولي او اوس یې د ولایت مرکز محاصره کړی دی.
نن د ورځې په پای کې طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ارزګان ولایت په مرکز کې دولتي مامورینو، د بهرنیانو سره کارکوونکو او همکارانو، د اردو، پولیسو او اربکیانو سرتیرو او افسرانو ته عمومي عفوه اعلان کړي او ورته ویلي یې دي چې د دوی سر، مال، ناموس او آبرو په امن کې دي خو مخکې له مخکې دې له مخالفته دې لاس واخلي، د اسلامي امارت د جلب او جذب کمیسیون له غړو سره دې خپله رابطه ټینګه کړي  او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره دې یو ځای شي.
طالبانو په دې اعلامیه کې د دعوت ارشاد جلب او جذب کمیسیون د غړو د تلیفونونو شمیرې ، د مخابرې نوم او فریکونسي او خپل بریښنالیکونه په لاندې ډول اعلان کړي دي.
د اړیکو لپاره دتلیفون شمیري
( ۰۷۰۸۲۹۸۱۹۵ )
(۰۷۹۰۱۹۵۶۲۶)
د دعوت په نامه د مخابري نمبر
(۷۴۴۵)
ایمیل ادرسونه
iea.dawat@yahoo.com
jananasim@yahoo.com
طالبانو په اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې هیڅوک دې تشویش نه کوي طالبان د دوی دسر ، مال او ابرو تضمین کوي.
له دې وړاندې به له ډیرو حکومتي مامورینو او د پوځي ارګانونو له منسوبینو او سرتیرو دا ویره وه چې که طالبان یې ونیسي نو وبه یې وژني.
خو د طالبانو دا اعلامیه به په ارزګان ولایت کې د ټولو لپاره یو ستر ډاډ ورکړي او په دې ډول به په سیمه کې د وینو توئیدو او ډیرو فتنو څخه مخنیوی وشي.
عاصم ‎

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button